اګست 24, 2019

د اشرف غني لخوا د خلیل فیروزي خوشي کیدلو، امریکایي سفیر غوسه کړی

د اشرف غني لخوا د خلیل فیروزي خوشي کیدلو، امریکایي سفیر غوسه کړی

 

عزم(پنج شنبه، ۲۴زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د اشرف غني لخوا د کابل بانک د فساد په قضیه کې د لوی برخوال خلیل الله فیروزي د خوشي کیدو په هکله په کوردننه توند غبرګونونه راڅرګند شوي، تازه په کابل کې د امریکاسفیر جان باس هم د ارګ دې اقدام ته توند غبرګون ښوودلی او د فساد پرضد مبارزه کې یې د ارګ پر نیت شک څرګند کړی دی..

جان باس ویلي،تیرو کلونو کې د نړیوالو مرستې غلا او شخصي ګټو لپاره وکارېدې، چې له کبله یې زیات شمیر افغانان وکړېدل.
نوموړی زیاتوي، دا چې افغان حکومت داسې خطرناک ګام اخیستی او د نورو فاسدو کسانو په نیولو کې هم پاتې راغلی د فساد پر ضد د افغان حکومت هوډ تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملي امنیت پخواني مشر بیا رحمت الله نبیل بیا ویلي، چې معتبرو سرچینو یې ورته ویلي چې خلیل فیروزي د اشرف غني انتخاباتي کمپاین ته د ۳۰ میلیونه ډالرو بډو په ورکولو سره پریښوودل شوی دی.

بلخوا د غنی ویاند وایي، چې فیروزي یې د روغتیایی ستونزو له امله پریښی، خو دا یې نه دي ویلي چې ولې یې د کور پر ځای روغتون ته نه دی استولی.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۰ کال کې د کابل بانک له سقوط وروسته د کرزي په مشرۍ افغان دولت د دغه بانک مدیریت په خپل لاس کې واخیست او محکمې هم د کابل بانک په کړکېج کې ښکیل کسان په بند محکوم کړل.
تر دې وروسته په ۲۰۱۴ کال کې اشرف غني یو ځل بیا د کابل بانک دوسیه خلاصه او د کابل بانک دوه اصلي ګډونوال شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي یې هر یو په لسو کلونو بند او د ۳۰۰ ملیونو ډالرو اختلاس شویو پیسو په ورکړې محکوم اعلان کړل، خو شیرخان فرنود تیرکال په زندان کې ومړ

Related posts