اګست 24, 2019

افغان سوله او د سیمې هیوادو ناغیړي

افغان سوله او د سیمې هیوادو ناغیړي

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې وروستي پړاو ته نږدې شوې، داسي تمې وې چې د اتم پړاو په وروستیو کې به ‏د طالبانو او امریکا ترمنځ‌ تړون لاسلیک او بیا به په رسمي توګه د روسیې او چین هیوادونو‎ ‎له خوا د تړون د ښه پلي کېدو ‏د تضمین اړوند نړیواله غونډه جوړیږي،‌ د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان نړیوالې ادارې به هم شتون لري،‌ له ‏دي سره سره به له قطر هیواد سربیره د پاکستان او ایران استازي هم د تړون پر مهال موجود وي،‌ او هغوی به هم د ‏شاهدانو او یا ناظرینو رول لري، او له یاد تړون څځه به په نړیواله او د سیمې په کچه ملاتړ کیږي.‏
چینایې چارواکې؛ چې په هیواد کې یې له ګڼ شمیر چینایې مسلمانانو سره د بد چلند په اړه راپورونه ورکول کیږي، ‏کیدای شي انديښنه ولري چې د طالبانو واک ته رسېدو سره به یغور مسلمانان هم د چین دغه ډول له کرکې ډک چلند ‏له امله غبرګون وښيې. ولې ښکاري چې بیا هم چین چمتو دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د پلی کېدو ‏لپاره د تضمین کوونکي هیواد په توګه رول ولوبوي.‏
روسیه چې لا هم په افغانستان کې د داسي نظام پلوی ده چې په راتلونکي کې د دوی ګټې هم په سېمه او افغانستان ‏کې خوندي وي، پرته له شکه د طالبانو اړوند به یې ټولې اندیښنې له منځه نه وي وړل شوې، ولی اوس مهال روسیه ښه ‏ګڼې چې د افغانستان د نظام چارې طالبانو ته وسپارل شي، او د سولې تړون د تضمین کوونکي هیواد رول ته چمتو ‏دي.‏

پاکستان امتیاز غواړي:‏

پاکستان هیواد چې هر وخت یې غوښتې او غواړي چې د افغانستان له جګړې او سولې څځه امتیاز تر لاسه کړي، اوس ‏مهال چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو کې څنډې ته پاتې شوی، هغوی کیدای شي چمتو به نه و چې د ‏طالبانو او امریکا ترمنځ‌ د سولې تړون لاسلیک مراسمو کې برخه واخلي، ځکه د پاکستان لومړي وزیر په سپینه ماڼۍ ‏کې له ټرمپ سره د لېدنې پر مهال ویلي و چې طالبان به وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني او له ‏طالبانو سره د افغان – امریکایې پوهنتون دوه بندي استادانو په خوشي کولو کې به هم مرسته وکړي.‏
تر دې مهال چې د طالبان او امریکا ترمنځ د اتم پړاو خبرې پای ته رسیدلي، له عمران خان سره طالبانو نه و کتلي.‏
همدارنګه د کشمیر مسئله هم د پاکستان لخوا د افغانستان مسئلې پورې تړل کیږي، ‌چې دا د پاکستان ناسم او ناکاره ‏سیاست دی، ځکه په افغانستان کې د جګړې اوږدېدل د هند په ګټه او د پاکستان په زیان ده.‏

ایران د ګډ حکومت او ټاکنو ملاتړ کوي:‏

ایران چې اوس مهال یې د افغانستان د ګډ ‌حکومت سره اړیکې ډیرې نږدې شوې، هغوی ټینګار کوي چې د سولې ‏مذاکراتو کې محوري رول باید افغان حکومت ولري، له همدې امله ده چې اوس مهال ایران د افغانستان د راتلونکو ‏ولسمشریزو ټاکنو ننګه کوي، او د امریکا – طالبانو د سولې تړون پلوي نه کوي، ایران فکر کوي که د طالبانو او امریکا ‏ترمنځ سوله وشي، نو بیا به د امریکا لخوا ایران ضد کړنو ته لا ډیره زمینه برابره شي.‏
ایران په تیرو څو میاشتو کې ډیره هڅه وکړه چې طالبان وهڅوې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، ولې ‏طالبانو ونه منله. ایران د همداسي سولې خبرو بې خونده تجربه د استاد رباني د حکومت پر مهال د تاجکستان د ‏اسلامي نهضت (عبدالله نوري) او تاجکستان حکومت ترمنځ هم لري، چې پایله کې یې د تاجکستان اسلامي نهضت په ‏بشپړه توګه له منځه ولاړی او د تاجکستان لپاره ایران او د هغه وخت افغان حکومت لوی خدمت وکړ.‏
ایران هم په افغانستان کې د خپلو ګټو پر بناء تګلاره جوړوي، د هلمند سیند اوبه، د اهل تشیع مذهب اړوند به تیرو ۱۸ ‏کلونو کې لاسته راوړنې، او دا رنګه له طالبانو سره مذهبې توپیر هغه څه دي چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته د ډیر ‏واک په لرلو کې انديښنې لري.‏

ولي هند د افغان سولې مخالفت کوي؟

د هند اوسنۍ اداره په خپل ټول توان په افغانستان کې د سولې مخالفت کوي، هغوی غواړي چې دلته جګړه دوام ‏وکړي، د ځینو افغان سیاستوالو له نظره دوه لامله یې کیدای شي:‏
لومړی: هند لا هم انديښنه لري چې کیدای شي پاکستان پر طالبانو زیات نفوذ ولري، که طالبان واک ته رسیږي، نو په ‏افغانستان کې به د هند ګټې له ننګونو سره مخ کیږي، له تیرو ۲۶ کلونو راهیسي هند په همدې ناسم فکر او د طالبانو ‏اړوند یې تګلاره له بدبینې او بې ځایه انديښنې ډکه ده.‏
دوېم: هند ځکه په افغانستان کې د جګړې پلوي دی، دوی فکر کوي که په افغانستان کې سوله او امن راشي، نو ډیری ‏اسلامپال جنګیالي به د کشمیر لورته ولاړ شي، له کشمیري مجاهدینو سره به یوځای او د هند په ضد به جګړې کوي، ‏ښه ګڼي چې اسلام پاله جنګیالي د کشمیر پر ځای په افغانستان کې مصروف وساتل شي.‏
له همدې امله ده چې هند په خپله‎ ‎‏ هند – افغان تګلاره کې د خپلو ګټو ساتلو لپاره د پاکستان په نسبت عمیق سوچ ‏کړی، ځکه خو موږ مخکې وویل چې افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده، ولي پاکستان لا هم لا زیات ‏امتیازات غواړي.‏

پاکستان ځینې امتیازات هضمول غواړي:‏

ځینې سیاستوال فکر کوي چې پاکستان به افغان سولې کې د هغه امتیازاتو د هضم کېدو فکر کې وي چې د حامد ‏کرزي د حکومت پرمهال او بیا د ګډ حکومت لخوا دوی ته په تیر ۵ کلونو کې ورکول شوې، مثلا پر ډیورنډ لیکه د اغزن ‏تار غځول، په تورخم دراوزې باندي موانع، د کندهار سپین بولدک او شورابک ولسوالیو، د ننګرهار د ګوشتې ولسوالي، ‏د خوست د ګربزو ولسوالي او کونړ ځینو سېمو کې د پاکستانې پوځیانو لخوا د افغان خاورې لاندي کول.‏

د سولې تړون ځنډ د چا په ګټه دی؟

که له امریکا سره د سولې تړون نور هم وځنډیږي، د دې امکان شته چې ولسمشریزې ټاکنې وشي، خو پایلې به یې ‏جنجالي او د بیا ځل ګډ حکومت امکان به هم تر ډیره نه وي، ولي اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تګلاره داده ‏چې ولسمشریزې ټاکنې ونه شي، خو ممکن د پنټاګون او سي آی اې تګلاره دا نه وي
کیدای شي د ټرمپ اداره د امریکایې پوځیانو ژر وتل غواړي، خو په امریکا کې هم پریکړه د یو شخص او یوې ادارې لخوا ‏نه کیږي، له همدې امله ده چې خلیلزاد بیړه لري، خو د امریکا نظامي او استخباراتي ادارې ممکن هڅه کوي چې له ‏طالبانو سره د سولې تړون ژر ونه شي.‏
داسي فکر کیږي چې که د سولې تړون نهایې کیږي او یا هم ځنډول کیږي، پر طالبانو به یې تاثیر نه وي، بلکې په ‏دواړو حالتو کې طالبان ګټه کوي، ځکه خو لویدیځې او امریکایې رسنۍ هم راپورونه ورکوي چې طالبان بیړه نه لري.‏
که د سولې تړون لاسلیک له ځنډ سره مخ کیږي، تر ډیره بریده د پړې ګوته د امریکا او افغان ولس لخوا د امریکا دولت ‏ته نیول کیږي، همدارنګه له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون اړوند افغان حکومت هم پر امریکا نیوکې کوي، له ‏همدې امله ده چې بیا هم د سولې د تړون اړوند ډیر فشار به امریکا ته متوجه وي،‌ نه طالب ته.‏

طالب په زور که سوله راځي:‏

لویدیځوال پوهیږي او وایې که له طالبانو سره سوله وشي او په سولئیز ډول کابل ته راشي، نو د ۱۸کلنو په جریان کې ‏ډیر پړسول شوې او شتمن شوې به په امن کې وي، د دوی شتمنۍ به هم خوندي وي، خو که طالبان په زور کابل ته ‏راځي بیا به د امریکا پلو افغان چارواکو هر څه له خطر سره مخ وي، ولي لا هم زموږ ځینې افغان سیاستوال دغه باریکې ‏نه حس کوي، او له طالبانو سره د سولې د تړون مخالفت کوي،‌زما د معلوماتو له مخې، د ګډ حکومت مشران، ځینې ‏پخواني جهادي رهبران، حامد کرزی او ځینې مطرح سیاستوال له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون اړوند انديښنې ‏لري،‌ ولي په ټوله کې د پخوانۍ شمال ټلوالې مطرح سیاسي اشخاصو بیا خپلې اندیښنې کیدای شي له طالبانو سره ‏شریکې کړي وي او هغوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون اړوند زیاتې اندیښنې نه لري.‏

کومې انديښنې؟

ځینې نور مسایل دي چې خلک غواړي په اړه یې پوه شي، ډیری ولسي خلک په دي نظر دي که طالبان د اوسنیو ‏چارواکو سره په حکومت کې په یو شکل د اشکالو شریک شي، دا چې ولس له پخوانیو او اوسنیو چارواکو ښې خاطرې نه ‏لري، نو ولس به د طالبانو په اړه هم بدګمانه شي، او دا رنګه د موقت حکومت خبره کیږي، چې کیدای شي موقت اداره ‏به ډیر واک او کنټرول ونه لري، او بیا به هم ګډوډې روانه وي.‏
بله خبره د اوربند ده، پخوا داسي فکر کیدی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي، طالبان به له ‏افغان حکوت او افغان سیاستوالو سره سمدستي خبرې پېل او په ټول هیواد کې به اوربند اعلان شي، اوس ښکاري ‏چې طالبان به لومړي جز ته چمتو وي، ولی چې ځان ګټونکي ګڼي، دوېم جز (اوربند) ممکن سمدستي اعلان نه ‏کړي، کیدای شي له افغان سیاستوالو + حکومت سره د خبرو پر مهال به طالبان پر دوو مسئلو له دوی سره بحث او ‏بالاخره ممکن توافق ته رسېدل غواړي:‏
‏۱ – د راتلونکي نظام بڼه او د حکومت نوم، د واکونه ویش
‏۲ – د شرایطو په نظر کې نیولو سره اوربند
بله انديښنه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکا استخباراتې فعالیت اړوند ده، زما په اند چې ‏طالبان دې مسئلې ته متوجه دي،‌ او کیدای شي په اتم پړاو کې پر دي باندي بحث شوی وي، زه باوري یم چې د ‏امریکا / ناټو پوځیانو تر وتلو وروسته به امریکا او ناټو په افغانستان کې استخباراتي او نظامي فعالیت تر هیڅ یو نوم ‏لاندي ونه لري.‏
د نیوزویک ورځپاڼې وروستی راپور چې امریکایې پوځیان به پر طالبانو حملې نه کوي، د افغان امنیتي ځواکونو روزنه به ‏دروي، داسي ښکاري چې امریکا غواړي افغان حکومت باندي د سولې برخه کې فشار راوړي،‌ او حکومت ته وښيې چې ‏د جګړې پر ځای سولې ته چمتو و اوسي.‏

کوم فشارونه شتوني دي:‏

که طالبان خپلو سیاسي هڅو او بهرنیو هیوادونو ته سفرونو ته دوام ورکړي، دا پر افغان حکومت فشار دی،‌ او دارنګه که ‏حکومت نظامي تګلارې ته ترجیح ورکوي، نو پرته له شکه چې ولس به لا زیاته فاصله ور سره نیسي.‏
اوس چې ایران کرار کرار د سولې مخالف جهت کې ځای نیسي، او بل خوا سعودي عربستان په لومړي ځل په تیرو ۱۸ ‏کلونو کې غیر مستقیم له طالبانو سره د اړیکو رغولو هڅې پېل کړي، همدا یو فشار کیدای شي، چې ایران باالاخره د ‏افغان سولې له مخالفت څخه په شا شي.‏
پاکستان چې اقتصادي حالت یې ډیر خراب دی، په کور دننه د پښتون مېښتو ځوانانو او بلوچ بېلتون پالو له مخالفت ‏سره مخ دی، او په دي برخه کې امریکا او انګلستان د مرستې ژمنې ورسره کړي، تر څو د پاکستان مرکزي حکومت ‏مخالفین ارام کړي. ‏
که پاکستان د افغان سولې مخالفت کوي، نو بیا امریکا کولای شي، چې پر پاکستان د فشار له پاره د پښتون میشتو ‏سېمو ځوانانو او بېلتون پاله بلوچو په ځپلو کې د پاکستان تګلاره کې ورسره مرسته ونه کړي.‏
د هند اړوند چې د افغان سولې له مخالفت څخه لاس واخلي، یوازینی فشار د امریکا او روسیې په ګډه همکاري کیدای ‏شي، او چین هم له هند سره پر پوله ستونزې لري، ښه داده چې یاد هیوادونه هند وهڅوي چې د افغان سولې له ‏مخالفت څخه لاس واخلي. ولي افغان ولس هم د فشار ځینې موارد لري، که اړتیا یې ولېدل شوه، او هند خپل سولې ‏ضد تګلارې ته دوام ورکړ، بیا ولس مجبوره کیږي، چې عکس العمل وښيې.‏

Related posts