اګست 24, 2019

طالبانو ۴۳ نور امنیتي منسوبین هم له بنده خوشي کړل

طالبانو ۴۳ نور امنیتي منسوبین هم له بنده خوشي کړل

 

عزم(سه شنبه، ۲۲ زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د بندیانو خوشي کول تبلیغاتي اعلانات بولي چې په وینا یې غواړي ځانته رسنیز پوښښ را جلب کړي؛ تازه طالبانو د تیرې ورځې په تعقیب اعلان کړی چې د اختریزو خوښیو په مناسبت یې د دوهم ځل لپاره ۴۳ تنه نور د ملي اردو سرتیري، پولیس او اربکیان خوشي کړي دي.
طالبان وایي، دغه خوشي شوي کسان یې تیره ورځ د کندز ولایت په خان اباد، دشت آرچي، امام صاحب او چهاردرې ولسوالیو کې د لوی اختر په مناسبت د خپل مشرتابه د حکم له مخې له بنده آزاد کړي دي.

طالبانو ویلي، دغه امنیتي کسان یې چې په مخامخ جګړو کې نیولي وو د انساني همدردۍ له مخې پریښي او خپلو کورونو ته یې د روانیدو پر مهال د اختر کالي او یوه اندازه نغدي پیسې هم ورکړې تر څو پرې تر خپلو کورنیو ځانونه ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د عرفات پر ورځ هم د خپل مشرتابه د حکم له مخې د اختر په مناسبت په څلورو ولایتونو کې ۷۶ تنه امنیتي سرتیري له خپلو بندخونو خوشې کړي وو.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د ملي امنیت ادارې هم خبر ورکړ چې ۳۵ تنه هغه کسان یې له بنده خوشي کړي چې له طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو.

Related posts