اګست 24, 2019

نیوزویک: امریکا خپلو ټولو ځواکونو ته پر طالبانو د بریدونو محدودولو امرکړی

نیوزویک: امریکا خپلو ټولو ځواکونو ته پر طالبانو د بریدونو محدودولو امرکړی

عزم(سه شنبه، ۲۲ زمری ،۱۳۹۸)د نیوزویک امریکایي نشریه د خپلو منابعو په حواله وایي، چې له طالبانو سره د اتم پړاو تر خبرو وروسته، امریکایي چارواکو په افغانستان کې خپلو ټولو ځواکونو ته حکم کړی چې پر طالب وسلوالو بریدونه محدود او یا هم په یو مخییزه توګه بند کړي.
نشریې دا خبر د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» په حواله خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکایي عسکر به پر طالبانو به تهاجمي بریدونه متوقف کړي، خو که هغوی بریدونه کول نو یواځې دفاع به ترې کیږي.

نشریه زیاتوي، امریکایي چارواکو په ورته مهال خبرداری ورکړی چې په دې موده کې به د داعش پر ضد بیا هم عملیات د پخوا په څیر روان وي.

نیوزویک وایي، سرچینو یې ورته ویلي چې نور به امریکايي مشاورین او پوځیان د افغان عسکرو د روزنې، مشورې او مرستندوی ماموریت پای ته ورسوي.

د نیوزویک په خبره، له طالبانو سره د توافقنامې د لاسلیک مرحله خورا نږدې ده چې د یوه لوړ رتبه امریکایي قوماندان له خوا به لاسلیک او ټول بریدونه به ورسره متوقف شي.

لویدیځې رسنۍ داسې مهال دا خبر ورکوي، چې د اشرف غني په مشرۍ د ګډحکومت چارواکي له طالبانو سره د سولې په برخه د امریکایي لوري توافقاتو اندیښمن کړي او له همدې کبله یې په اختریزو ورځو کې پر طالبانو د حملو د شدت خبر هم ورکړی، چې په وروستۍ پیښه کې یې تیره ورځ پکتیا کې ۱۱ تنه محصلین او استادان اولوګر کې یې هم څلور تنه ولسي کسان له کوم جرم پرته د شپنیوچاپو پر مهال ووژل.

یو شمیر باخبره سرچینو عزم ته ویلي، چې طالبان او امریکایي لوري د اتم پړاو خبرو کې بشپړ توافق ته رسیدلي دي،چې اوس د موافقتنامې د اعلان لپاره پر وخت اوځای دواړه غاړې له خپلو مشرانو سره خپلمنځي مشورې کوي.

Related posts