د ملي امنیت له زندانونو ۳۵ تنه زندانیان خوشي شوي

عزم(یکشنبه، ۲۱ زمری ،۱۳۹۸)د ملي امنیت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګډحکومت د مشر اشرف غني په حکم چې د اختر په مناسبت یې صادر کړی وو، د ملي امنیت له بندخونو ۳۵ تنه هغه زندانیان خوشي شوي، چې له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو.
خبرپاڼه کې راغلي، «دغه ګام د حکومت لخوا دمخالفينو لپاره د نېک نيت او له طالبانو سره د سولې خبرو د پرمختګ لپاره اخيستل شوی دی»

ګډحکومت داسې مهال دا اقدام کوي چې د اختر پر لومړۍ ورځ طالبانو هم په یوه اعلامیه کې خبر ورکړ چې ۷۶ تنه دولتي منسوبین یې په څلورو ولایتونو کې د کرایو په ورکولو سره له بنده آزاد کړي دي.
طالبانو دغه راز ویلي، چې د بندیانو د خوشي کولو لړۍ به نوره هم ادامه ولري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close