خلیلزاد: له طالبانو سره دغه پړاو خبرې تر ټولو رغنده وې

عزم(یکشنبه، ۲۱ زمری ،۱۳۹۸)د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایی، له طالبانو سره یې د اتم پړاو مذاکرات په بریالیتوب سره پای ته رسیدلي دي.
خلیلزاد ویلي، اوسمهال د واشنګټن پر لوري تلونکی دی څو له خپلو مشرانو سره د راتلونکو ګامونو په تړاو سلا مشورې وکړي.
نوموړی زیاتوي تیرې څو ورځې یواځې د مذاکراتو پر تخنیکي جزئیاتو کار روان و، چې په وینا یې په مؤفقیت سره پای ته رسیدلي دي.
بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا خبرې ګټورې بللې او زیاته کړې یې ده چې دواړه لوري د نورو ګامونو په هکله له خپلو مشرانو سره مشورې کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close