پکتیا: ګډوځواکونو ګڼ شمیر «زدکړیالان» او «استادان» قتل عام کړي

عزم(یکشنبه، ۲۰ زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې طالبانو په ټولو هیواد کې داختریزو ورځو شپو پر مهال د یوه اړخیز نا اعلان شوي اوربند له مخې جګړې او بریدونه درولي، تازه راپورونه وایي، چې افغان ځواکونو چې امریکایي عسکرو یې هم ملتیا کوله، بیګاه شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په کلالګو سیمه کې له همدې موقع څخه په استفادې د ولسي خلکو پر کورونو خونړۍ چاپه وهلې او ګڼ شمیر بیګناه هیوادوال یې په لوی لاس شهیدان کړي دي.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډوځواکونو یواځې هغه محصلین «زدکړیالان» او استادان چې په اختریزو رخصتیو تر خپلو کورونو راغلي و، نښه ګرځولي او د نورو کلیوالو په ګډون یې یوولس ۱۱ تنه  ځای پر ځای شهیدان کړي دي.

خبر زیاتوي، امریکایي او افغان ځانګړو ځواکونو د ګڼ شمیر کورونو دروازې په بمونو الوزولې، شخصي وسایط یې سوځولي او خلکو ته یې بیساري ځاني او مالي زیانونه ور اړولي دي.

په دغه ویر لړلې پیښه کې د شهیدانو نومونه په لاندي ډول دي.
۱- استاد شفیع الله ولد ولد ډاکتر الفت د کلالګو لیسه کې د فزیک څانګي استاد
۲- قاري انعام الله ولد ډاکتر الفت د مدرسې طالب العلم
۳- انصارالله وقاص ولد ډاکتر قدرت د پکتیا پوهنتون تعلیم او تربیې دوهم کال محصل
۴- حیات الله ولد محمد مختار کابل کې د یوې خصوصي لیسې استاد
۵- راحت الله ولد عبدالله محصل او په غزني ولایت کې دوکاندار
۶- حکمت الله ولد عبدالله دولت زایو لیسه کې استاد
۷ـ نصرت الله ولد عبدالله محصل او په غزني کې دوکاندار
۸- محمد اصف ولد عزیزالله دولت خان عالي لیسه کې مدیر
۹- فدامحمد ولد محمد یوسف دهقان
۱۰- نصرالله ولد دورک دهقان
۱۱ـ فتح الله ولد جمعه ګل دهقان.

تر اوسه د پکتیا سیمیزو چارواکو، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ددې پیښې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی وو چې د بهرنیو ملګرو په ملاتړ به په ټول هیواد کې د اختریزو ورځو شپو پر مهال خپل تهاجمي بریدونه زیاتوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close