اګست 24, 2019

مجاهد:مذاکرات روان دي او د تړون ټول مواد به د اسلامي او ملي ګټو په اساس نهایي شي

مجاهد:مذاکرات روان دي او د تړون ټول مواد به د اسلامي او ملي ګټو په اساس نهایي شي

عزم(یکشنبه، ۲۰ زمری ،۱۳۹۸) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دوحه کې د روانو مذاکراتو په هکله تازه مالومات خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې اختریزو ورځو کې هم مذاکرات روان دي.
مجاهد ویلي،«مذاکراتو پرون د عرفات په ورځ او نن د اختر په ورځ هم له غرمې وروسته جریان لاره»
نوموړي زیاته کړې چې د دواړو لوریو ټیمونو، تیرې څو ورځې د شپې تر یولس، دولس، حتی یوې بجې پورې کار کړی او په خورادقت سره یې چارې مخته وړې دي.

طالب ویاند ټینګار کړی چې زیاته هڅه کوي ترڅو «د تړون ټول مواد، د اسلامي او ملي ګټو په اساس په دقت سره نهایي او اعلان ته چمتو کړو»


په ورته وخت کې امریکایی استازي زلمي خلیلزاد هم ټینګار کړی چې په مذاکراتو کې خورا په دقت بحثونه مخته روان دي او دوی د یوه خپلواک افغانستان لپاره چې نورو هیوادونو ته خطر نه وي هڅې کوي.

Related posts