اګست 24, 2019

خلیلزاد اوشاهین : د یوه خپلواک او له اشغال آزاد افغانستان لپاره هلې ځلې کوو

خلیلزاد اوشاهین : د یوه خپلواک او له اشغال آزاد  افغانستان لپاره هلې ځلې کوو

عزم(یکشنبه، ۲۰ زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې. په دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ مذاکرات لا هم روان دي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د داسې مستقل او خپلواک افغانستان لپاره هڅه کوي، چې د هیچا لپاره تحدید نه وي.

خلیلزاد هیله مندي ښوودلې چې دا اختر به د روانې جګړې لپاره وروستۍ اختر وي او په وینا یې چې د یوې باعزته او دایمي  سولي د موافقې لپاره سخت زیار باسي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل اختریز پیغام کې ویلي «دلوی اختر له امله خپل ټول مسلمان او مجاهد ولس ته مبارکي وایم. هیله ده چې ټول افغان ولس راتلونکي اخترونه د اشغال پرته د ټول شموله اسلامي نظام تر سیوري لاندې، ددایمي سولې او یووالي په فضا کې ولمانځي.»


خلیلزاد داسې مهال د مستقل افغانستان خبره کوي، چې په همهاله توګه د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي شیرمحمد عباس ستانکزي آریانانیوز ته د کابل اوسنۍ اداره يوه تپل سوې اداره بللې چې په وینا یې د هيڅ چا نمايندګي نه کوي او بهرنيانو د خلکو غلولو لپاره جوړه کړې ده.

طالبان وایې له امریکایانو سره د موافقتنامې پر جزئیاتو په خورا دقت سره کار کوي څو په راتلونکي کې ستونزې جوړې نه کړي.
په همهاله توګه اشرف غني هم ویلي، چې د نوموړي په مشرۍ اداره د سولې واک او صلاحیت نلري او باید دټاکنو له لارې بل مشر انتخاب او له طالبانو سره د سولې تفاهمنامه نهایي کړي.

Related posts