لوګر کې د اختر لومړۍ شپه؛ د ګډوځواکونو بمبار دوه تنه سپینږیري وژلي

 

عزم(یکشنبه، ۲۰ زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د تیرپه څیر د ټول هیواد په کچه طالبانو د اختریزو ورځو شپو پر مهال نا اعلان شوی اوربند پلی کړی، او په غبرګون کې یې د ملي دفاع وزارت د تهاجمي عملیاتو د لاپراختیا خبر ورکړی؛ تازه راپورونه وایي، چې د لوګر ولایت په مرکز کې د یوه هوایي برید پرمهال دوه تنه بیګناه سپینږیري شهیدان شوي دي.
خبر زیاتوي، پیښه د مرکز اړوند احمدخان کلا سیمه کې بیګا ماخوستن هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یادو ۲ تنو سپینږیرو کلیوالو غوښتل، په خپله ځمکه کې اوبه ولګوي، چې د هوایي برید نښه او ځای پرځای شهیدان شول.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت ویاند تیره ورځ امریکا غږ ته وویل، چې د تیر اختر په څیر به یې په ټول هیواد کې تهاجمي بریدونه زیاتوالی پیداکوي.
باید وویل شي. چې تیر کوچني اختر کې چې طالبانو په کې بشپړ یو اړخیز اوربند عملي کړی وو، د ګډوځواکونو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې تر څلویښتو ډیر بیګناه افغانان شهیدان شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close