اګست 24, 2019

طالبان سیاسي فتوحات او ارګ په انځورونو تبصرې کوي

طالبان سیاسي فتوحات او ارګ په انځورونو تبصرې کوي

حسان شلګری

طالبانو نه یوازې له نړیوال په اصطلاح سوپر پاور( امریکا) سره مخامخ مذاکرات پیل کړي، بلکې تر هغه زیات یې په نړیواله او منطقوي کچه ډیپلوماتیک مانور پيل کړی دی. طالبانو د فعالې ډيپلوماسۍ په مټ نه یوازې د امنیت شورا له دوو مهمو غړو هیوادونو ( روس او چین) سره د تودو اړیکو باب پرانیستی بلکې د اروپا تر ټولو ستر اقتصادی ځواک ( المان) د مسلمانانو تر ټولو لوی هیواد( اندونیزیا) او ګڼو نورو هیوادونو سره یې هم د اړیکو کانالونه فعال کړي دي.

په دې وروستیو کې چې خلیل زاد د مذاکراتو له اتم پړاو څخه د هند پر خوا والوت، طالبان هم پر ځای پاته نه شول. بلکې پر سبا یې د افغانستان مهم شمالي ګاونډي ازبکستان ته سفر وکړ. ویل کیږي چې په راتلونکو اونیو کې به طالبان ترکیې، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو ته رسمي سفرونه ولري.

اوس تازه په تازه ازبکستان ته د طالبانو د سیاسي پلاوي رسمي سفر د رسنیو سرټکی دی. دغه سفر له هغه څه په لوړه کچه ترسره شوه چې اټکل یې کیده. د ازبکستان چارواکو د ملا برادر آخند داسې پرتمین هرکلی وکړ چې شاید د اشرف غني یې نه وي کړی. طالبان څو ورځې مسلسل د ازبکستان له بیلابیلو لوړپوړو چارواکو سره په مذاکراتو بوخت ول. طالب پلاوي له مذهبي ځایونو په خاص ډول د امام بخاري له مقبرې لیدنه وکړه. په ورپسې شپه د سمرقند والي د طالبانو پلاوي ته خصوصي میلمستیا وکړه. د ازبکستان د خلکو رواج دی، چې خاصو میلمنو ته د میلمستیا په مهال خپله وطني موسیقي غږوي. کله چې د طالبانو پلاوی د سمرقند د والي میلمه ځای ته داخلیږي ګورې چې د طعامخورۍ له میز سره څو ته سازغږوونکي هم موجود دي. خو د طالبانو پلاوي د سمرقند له والي څخه وغوښتل چې دوی نه غواړي سرود واوري. د سمرقند والي په ډیر درناوي د دوی غوښتنه قبوله کړه. خپل عذر یې وړاندې کړ او ویي ویل چې دا زموږ وطني دود دی چې تر ټولو قدرمنو میلمنو ته په موسیقي هرکلی وایو. دا چې تاسو اعتراض لرئ، موږ ته مو وړاندیز منظور دی. په دې ډول ساز غږوونکي څو شیبې همدلته ناست ول او وروسته د طعامخورۍ له اطاقه ووتل.

د ازبکستان چارواکو د طالبانو پلاوی په خورا درنو تشریفاتو بدرګه کړ. ملا برادر اخند ته یې د یوه هیواد د ولسمشر په کچه پروتوکول ورکړ. دغه څه ثابتوي چې ازبکستان هم د ګڼو نورو هیوادونو غوندې اوس طالبانو ته د افغانستان د واقعي ځواک او سیاسي پوتانسیل په نظر ګوري. له همدې امله یې په خپلو ټولو پخوانیو بدګمانیو او دښمنیو کرښه راتېره کړې او له طالبانو سره یې د مثبتو اړیکو کانال پرانیستی دی.

په روسیه، چین، اندونیزیا او مالیزیا کې طالبانو ته د افغانستان د سیاسي رهبریت په شان پروتوکول ورکول د ارګ د چارواکو لپاره له شک پرته د خطر زنګ ګڼل کیدای شي. واقعیت دا دی چې نن سبا په نړیوالو سیاسي معاملاتو کې هیڅوک هم عنواني واکمنو ته اعتناء نه کوي. بلکې په هغه واقعي سیاسي ځواک حساب کوي. چې ولسي ملاتړ ولري. د پایښت او استقامت توان لري او له سیاسي اعتبار سره پوځي برلاسي هم ولري. نن سبا طالبان که څه هم د افغانستان په پلازمینه واکمني نلري. خو د بل هر افغان سیاسي جهت په پرتله هم په پوځي او هم په سیاسي لحاظ ځواکمن دي. همدا لامل دی چې د نړۍ ټولو هیوادونو د راتلونکي افغانستان لپاره په طالبانو پورې هیلې ګنډلې او سر له اوسه لګیا دې له طالبانو سره اړیکي جوړوي.

د طالبانو دې سیاسي برلاسۍ، ډیپلوماتیکو سفرونو  او د نړۍ د هیوادونو لخوا یې پرتمین استقبال د ارګ د واکمنو خوبونه تښتولي دي. دوی چې بل یې هیڅ په وس پوره نه دي. نو په ګیلو، شکایتونو، دروغو او بې محتوا تبلیغاتو خپل نا ارام زړونه ټکوروي.

دا چې د ارګ ویندویان او د اشرف غني مشاورین ازبکستان ته د طالبانو د سفر ټوله سیاسي لاسته له نظره غورځوي او یوازې په یوه انځور تبصره کوي. له دې معلومیږي چې د ارګ واکمن څومره کم وسه او د منطق له افلاسه کړیږي. دوی ته به ووایو چې تاسو لږ صبر وکړئ یو څه وخت مو لا پاته دی. که د هیواد دننه درباندې د الفتح بریدونه د محاصرې کړۍ تنګوي له هیواده بهر درپسې سیاسي طالبانو عملیات پيل کړي دي. او که خیر و له یوه یوه هیوادو مو ريښې درباسي. هغه ورځ لرې نه ده چې د باد راوړیو بڼکو په شان د امریکایی یرغل له تګ سره تاسو هم په راغللي لار الونیا شئ.

بله دا چې خپل وخت د انځورنو په نقد او کره کتنه مه مصرفوئ. طالبان اوس نړیوالو او افغانانو ټولو پیژندلي. چې څومره اصیل، مؤمن، درانه خلک او سوچه افغانان دي. دې ته مه ګورئ چې له طالبانو سره انځور کې د ازبکستان سرود غږوونکي ښکاري. بلکې دې ته وګورئ چې د طالبانو په احترام د سرود ژبې ګونګې او غږوونکي یې لکه بتان ساړه ناست دي. طالبانو په خپل حقانیت او استقامت سره په ټوله نړۍ همداسې ځان منلی دی. حتی هغه امریکا یې هم اوس مني چې تاسو ارګوال یې د تخرګ د سپږو حیثیت لرئ.

Related posts