کرېکټ: د ۱۹کلنو اسیا جام لپاره لوبډله غوره شوه

عزم(شنبه، ۱۹زمری، ۱۳۹۸ل):  له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو د اسیا جام سیالۍ چې د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې له پنځمې تر ۱۴مې نېټې پورې په سرېلانکا هېواد کې ترسره کېږي، پکې به د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله هم ګډون وکړي.

له ۱۹کلنو د کم عمره اسیا جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي اماراتو، نیپال او کویټ لوبډلې ګډون لري.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د دغو سیالیو لپاره خپله لوبډله غوره کړې چې پکې ((فرهان زاخېل لوبډلمشر، صدیق اتل، اصف موسی زی، رحمن الله ځدراڼ، عبدالله نایب، اسلام ځاځی، ننګیال، شفيع غفاري، جمشېد، نوراحمد، عبدالرحمن، فضل حق، عابد تڼی، محمد اسحق ویکټ ساتونکی او سمیع سالارزی)) شامل دي.

سربېره پر دې ((محمد صابر، احمد ظاهر او زوهیب)) د همدې لوبډلې د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې ځای لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د کم عمره لوبغاړو (ټیټې کچې) غوراوي کمېټې غړی پاچا حسین وایي: ((یاده لوبغاړي د دوی وړتیاو ته په پام سره غوره شوي دي او هیله من دی چې د اسیا جام سیالیو کې به ډېرې ښې لوبې وکړي. په لوبډله باندې له تېرو میاشتو راهیسې کار شوی او ډېره پیاوړې ده.))

د هغه په وینا، له ۱۹کلنو د کم عمره لوبډلې لوبغاړو له دې وړاندې له ایمرجنګ او الف لوبډلو سره هم ډېرې ښې لوبې او تمرینات کړي چې دغه چاره به د دوی د بریا لامل هم شي او هیله څرګندوي، څو لوبغاړي تر پایلوبې پورې لاره پیدا کړي.

د یادولو وړ ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سیالیو سربېره به د ایمرجنګ لوبډلو اسیا جام سیالۍ هم د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې په بنګله دېش هېواد کې ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close