‘امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته دلته نیمه-پوځي نیابتي ډلې پرېږدي

مشهورې امریکایۍ مجلې فارن پالیسي لیکلي د امریکا استخباراتي اداره سي آی اې غواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دلته خپلې پوځي-وزمه نیابتي ډلې پرېږدي څو په افغانستان کې یې د خپلو موخو لپاره استعمال کړي.
فارن پالیسي د اګست په ۸مه په خوست ولایت کې د KPF، چې د سي آی اې د افغان نیمه-پوځي ملېشو په ډلو کې زیاته فعاله بلل کیږي، د فعالیتونو په اړه راپور خپور کړی دی.
KPF (Khost Protection Forces)، چې په سیمه کې په کمپاین ځواکونو هم مشهور دي، د خوست تر څنګ په پکتیا، غزني، [پکتیکا] او حتی جوزجان ولایت کې فعالیت لري.
د راپور په بنسټ، دا ملېشه پر افغانستان باندې د امریکا له یرغل سره سم جوړه شوې، چې اوس مهال یې په خوست کې شمېر لږ تر لږه ۶۵۰۰ کسانو ته رسيږي.
فارن پالیسي وايي، د دې ملېشه ځواکونو تمویل، تجهیز او حمایه د امریکا استخباراتي اداره سي آی اې کوي. که څه هم جنګیالي یې ټول افغانان دي، خو قومانده یې د سي آی اې په لاس کې ده او د دې ادارې لخوا ورسپارل شوي ماموریتونو سر ته رسوي. دا نیمه پوځي ځواکونه د امریکا څارګرې او برید کوونکې بې پیلوټه الوتکې هم په واک کې لري.
د دوی اصلي ماموریت د هر هغه چا خنثی کول دي چې له طالبانو او القاعده ډلې سره د اړیکو معمولي شک هم ورباندې وي. د دې ترڅنګ له پاکستان سره د فرضي کرښې په اوږدو کې د دښمنو عناصرو د تحرک شنډول هم د دې ملېشې له ماموریتونو څخه یو دی.
د دې ځواکونو یوه ۲۹ کلن قومندان او د بې پیلوټه الوتکې چلوونکي، قیس (مستعار نوم)، فارن پالیسي ته ویلي چې دوی ته قومانده د سي آی اې لخوا ورکول کیږي.
د راپور له مخې، د دې ځواکونو جنګیالیو ته د کابل حکومت د نورو عسکرو په نسبت ډېر زیات ډالري معاش ورکول کیږي. زیاتره عسکر یې وايي چې دوی یوازې د پیسو لپاره دې ډله کې شامل شوي دي.
د کمپاین ځواکونو اړوند یوه چارواکي ویلي، ”پر دې قطعه باندې زیاتې پیسې لګول کیږي ځکه دوی تر ټولو سختې دندې ترسره کوي – هغه چې هیڅ امریکایی به یې ونکړي. دوی له اراضي، سیمې او ځايي کلتور سره بلد دي، ښه تجهیزات لري، خو قومانده یې سي آی اې ورکوي. دوی تېروتنې هم کوي خو زیاتره وخت بریالي وي. بیا هم، که تېروتنې وکړې، په اسانۍ سره ګوتې له امریکا اوړي او همدا ځواکونه ملامت بلل کیږي“.
د راپور د لیکوال او یوه کارپوه په اند، دا چې د دوی مستهدفین زیاتره وخت ملکي وګړي وي، ښايي معکوس اثرات ولري ځکه په دې سره خلک د طالبانو خوا ته میلان پیدا کوي. د KPF د بریدونو ملکي قربانیان له چپ پاتې کېدو پرته بله لار نه لري.
فارن پالیسي وايي، که څه هم پر دې ډله د ملکي وګړو ژوند ته د پام نه کولو له امله نیوکې زیاتې دي، خو بیا یې هم له دولت-پلوه ځواکونو او خلکو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
یوه امنیتي چارواکي مجلې ته ویلي چې اوس برېتانیا او فرانسه هم له دې ډلې مالي ملاتړ کوي. د بهرني ملاتړ له امله به حتی د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د دې ځواکونو بقاء شونې وي.
د مجلې په خبره، که څه هم امریکا اوس له طالبانو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته نږدې شوې، خو سي آی اې د داسې پلانونو په جوړولو بوخته ده چې له دې هېواده د بهرنیانو تر وتلو وروسته دلته خپلې نیابتي ډلې پرېږدي. دا نیابتي ځواکونه به د طالبانو د نفوذ د مخنیوي او د کابل د اوسني حکومت د بقا لپاره د کارېدو وړ وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close