د عمرې ثواب او حکم

ابوبکر مهاجر

پر عمره باندې الله تعالی ډېر ستر اجر اوثواب مرتب کړي دي چې تر ډیرو نفلي عبادتونو او طاعاتو یې ثواب زیات دی، بلکي له نفلي عبادتونو څخه دا غوره عبادت بلل کیږي. له حضرت ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«العمرة الی العمرة کفارة لما بینهما والحج المبرور لیس له جزاء الا الجنة»[رواه البخاري] ژباړه: یوه عمره تر بلي عمرې پوري د منځ د ګناهونو لپاره کفاره ده او د مقبول حج له جنت پرته بله جزاء نشته.
کله چې مسلمان له یوې عمرې پس بله کوي نو الله تعالی یې د دوو عمرو تر منځ صادر شوي ګناهونه معافوي تر څو چې له کبیره ګناهونو څخه ځان ژغوري. ځکه چې الله تعالی فرمایي:
«ان تجتنبوا کبائر ما تنهون عنه نکفر عنکم سیئاتکم» [سورة النساء:۳۱] ژباړه: که تاسي له هغو سترو ګناهونو څخه ډډه وکړئ چې تاسي ورڅخه منع کیږئ نو ستاسي وړې وړې ګناوي به مونږ له حسابه وغورځووو.
الله تعالی د وړو ګناهونو بخښل په دې سره مشروط کړي دي چې تاسي له سترو ګناهونو څخه ځانونه وژغورئ او هغو ته نژدې هم نشئ، ځکه چې کبیره ګناهونه خاص په توبه سره معاف کېدا شي. لکه څنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«الصلوات الخمس والجمعة الی الجمعة و رمضان الی رمضان مکفرات ما بینهن اذا اجتنب الکبائر»[رواه مسلم] ژباړه:پنځه لمونځونه، یوه جمعه تر بلي او یوه روژه تر بلي پوري د منځنیو ګناهونو بخښونکي دي، تر څو چې له سترو ګناهونو څخه ډډه کیږي.
دا ټول د الله تعالی په نزد د عمرې پر ستر اجر او بدلې دلالت کوي.

د عمرې حکم

زمونږ په نزد عمره کول سنت مؤکده ده، واجب یا فرض نه ده. مسلمان ته ښایي چې ویې کړي که څه هم یو ځل وي. دلیل د حضرت جابر بن عبدالله رضي الله تعالی عنهما روایت دی چې:
«سئل النبي صلی الله علیه وسلم عن العمرة، أ واجبة هي؟ قال: لا، و أن تعتمروا هو افضل» [رواه الترمذي] ژباړه:له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د عمرې په اړه پوښتنه وشوه چې آیا هغه واجب ده؟ ویې فرمایل: نه، او داچې تاسي عمره وکړئ، درته غوره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close