په هرات کې د ۹ کانونو د استخراج لړۍ پیل شوه

عزم(پنجشنبه، ۱۷زمری، ۱۳۹۸ل):  د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د مرمر ډبرو د ۹ کانونو د استخراج لړۍ یې پیل کړې، چې ۲۳میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.

د یاد ریاست مسوولین وايي، د هرات د مرمر ډبرو کانونه یې خصوصي سکتور ته سپارلي او ډېری شرکتونو د مرمرو ډبرو په استخراج کې د پانګونې ټټر وهلی دی.

په هرات کې د کانونو خصوصي شرکتونه وايي، که حکومت دغه چاره خصوصي شرکتونو ته وسپاري، نو ډېری شرکتونه په دغه برخه کې پانګې اچوونې ته لېواله دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ډاډ ورکوي، چې په نږدې راتلونکې کې به ډېری ولایتونو کې یو شمېر کانونه خصوصي سکتور ته وسپاري.

په هرات کې د مرمرو ډبرو پراخ کانونه دي، چې په استخراج سره یې ډېری کسانو د کار موندنې ترڅنګ له بهرنیو هېوادونو د مرمرو واردول هم کموي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close