خلیل زاد ته یوازې ښاري بریدونه تشدد ښکاري

قاري حبیب

تېره ورځ طالبانو د کابل ښار د شپږمې حوزې د جلب و جذب په مرکز باندې موټر بم برید وکړ چې په نتیجه کې یې نوموړی مرکز په بشپړ ډول ویجاړ او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. څرنګه چې دا مرکز په شدت ساتل کیږي او عامو خلکو ته د مرکز شاوخوا د ګشت و ګذار اجازه نه ورکول کیږي نو ځکه د برید زیاتره قربانیان هم دولتي عسکر ول. اما د انفجار د امواجو له امله شاید د شاوخوا ځینو کورونو هندارې ماتې شوي وي چې له امله یې شاید ځیني عام کسان سطحي ټپیان شوي وي.

د دې برید په تعقیب د نورو غبرګونونو تر څنګ د سولې او مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم ټویټ وکړ. د کابل برید یې وغانده او طالبانو ته یې سپارښتنه وکړه چې باید د سولې او جوړجاړي په پار د ( تشدد) کچه راکمه کړي.

خلیلزاد ته به ووایو چې ښاغلیه! آیا دا تشدد یوازې د طالبانو برید ته ویل کیږي او که د امریکایي ځواکونو بمبار، ډرون حملې او د داخلي عسکرو شپني عملیات، د هاوان ړانده وارونه او نور جنګي فجائع هم د تشدد په کټه ګورۍ کې راځي؟؟

ظاهرا خو ستاسو  چلند چې یوازې د طالبانو په برید له خوبه راویښیږئ او د امریکایي او داخلي عسکرو په ظلمونو مو ځان ناګار اچولی وي، داسې ښيي لکه تشدد چې یوازې د طالبانو پوځي عملیاتو ته ویل کیږي او بس.

همدا پرون ورځ چې تاسو یوازې د کابل حادثه تشدد وباله، د غزني په ګیلان کې ستاسو ډرون طیارو او هوایي ځواکونو په ولسي وګړو قیامت جوړ کړی و. د غزني ګیلان ولسوالي یوه محدوده سیمه ده. خو پرون ټوله ورځ ورباندې ډرون او جنګي طیارو غومبرې وهلې. یوازې په همدې یوه ولسوالي کې یې اوه ځله بمبار وکړ، چې ټول قربانیان عام افغان کلیوال او بې ګناه وګړي ول.

د ګیلان جهانګیر بازار ته نږدې ډرون الوتکو د کوچیانو کیږدۍ وویشته او څو تنه بې چاره کوچیان یې شهیدان او ټپيان کړل. په مستان کلا، امدي کلا او نورو سیمو کې د ډرون ړندو ګوزارونو ۹ تنه عام ولسي وګړي په شهادت ورسول او څو تنه یې ټپیان کړل. دا یوازې د ګیلان ولسوالي نه ده. تر دې څو ورځې وړاندې د اګست په لومړۍ نیټه د غزني په دهیک ولسوالۍ همداسې وحشت روان و. په یوه ورځ کې ډرون پنځلس ځله بمبار وکړ. چې زیاتره قربانیان یې عام کلیوال ولسي وګړي ول. د دهیک د یوه اوسیدونکي له قوله چې د ډرون له خوا ویشتل شوي ولسي وګړي تر ماښامه ځای پر ځای پراته وو. ځکه چې هر څوک یې د جسدونو د راپورته کیدلو لپاره ورتلل په هغوی هم بمبار کیده.

که یوازې د امریکایي او داخلي عسکرو د تیرې ورځې رسنیز شوي جنایات وشمیرو نو د قربانیانو شمیر یې لسګونو ته رسیږي. د فراه رود د مرکز عسکرو د فراه رود په بازار د هاوان ړندې ډزې کړي چې په نتیجه کې یې ۸ دوکانونه سوځیدلي او د یوې نانوایي ۳ تنه کارکوونکي شهیدان شوي دي. د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په سیمه کې امریکایي ډرون الوتکې د ملکي وګړو فلډر موټر ویشتلی دوه تنه عام وګړي یې شهیدان کړي دي. د څنګلوري ګرمسیر په جوی ګرم سیمه کې ګډو ځواکونو د ولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې، د تلاشۍ په بهانه یي د خلکو کورونه لوټ کړي، ولسي وګړي یې وهلي او تعذیب کړي او بیا له سیمې تللي دي.

دا او دې ته ورته جنایات اوس د هرې ورځې په داستان بدل شوي دي. خلیلزاد که رښتیا د سولې او جوړجاړي ارمان لري او د سولې لپاره د تشدد د کچې کمښت اړین بولي. لومړی باید په خپل ګریوان کې سرټیټ کړي. دا چې خلیلزاد د امریکا استازیتوب کوي، باید لومړی له خپلو پوځي جنرالانو وپوښتي چې روزانه څومره عملیات ترسره کوي او په کلیو او لرې پرتو سیمو کې په بمبارونو او چاپو سره د څومره افغانانو ژوند اخلي.

متأسفانه د بشري حقوقو د ادارو، رسنیو او ګڼو نورو نانصافه جهتونو په شان زلم خلیلزاد هم د افغان اولس له ژوند او وینو سره ناعادلانه برخورد کوي. دوی ته یوازې د خپلو روزل شویو عسکرو د وینو رنګ سور ایسي نو ځکه که طالبان ورباندې برید وکړي دوی یې په اړه غبرګون ښيی. له دې علاوه که شپه ورځ په کلیو، اطرافو او لرې پرتو سیمو کې د افغان ولس د زلمیانو، سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو وینې بهیږي. عزت یي لیلامیږي، مالونه یي لوټ کیږي او کورونه یې تخریبیږي، دوی یې په اړه حد اقل د یوه لنډکي ټويټ اړتیا هم نه احساسوي. چې همدې ته د بي حسۍ، بې انصافۍ او قساوت اوج وايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close