کرېکټ: افغان معلولینو لوبډلې پرله‌پسې درېیمه بریا هم خپله کړه

عزم(پنجشنبه، ۱۷زمری، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان معلولینو لوبډلې د معلولینو د نړیوال سېریز په درېیمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې پرله‌پسې درېیمه بریا خپله کړه.

د دې لوبې پچه انګلستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۷لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد شعیب ۳، شېرین اغا ۲، طفیل او حزب الله ۱ـ۱ ویکټه واخیسته.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۶ اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې خپله دریېمه سیالي هم وګټله.

په توپوهنه کې محمدالله ۵۶، محمد اشرف ۳۹، جمیل شاه۳۲ او طفیل ۲۰ منډې جوړې کړې. محمدالله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان معلولینو لوبډلې له دې وړاندې بنګله‌دېش او پاکستان هم مات کړي وو.

د یادونې ده چې افغانستان به سبا څلورمه لوبه له هندوستان سره ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close