اګست 24, 2019

افغانستان په روان کال کې ۲۵۵ټنه مېوه بهر ته صادره کړې

افغانستان په روان کال کې ۲۵۵ټنه مېوه بهر ته صادره کړې

عزم(چهار‌شنبه، ۱۶زمری، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، په روان زېږدیز کال کې افغانستان بهرنیو هېوادونو ته ۲۵۵ټنه مېوه صادره کړې ده.

د دې وزارت ویاند سمیر رسا وايي، هندوستان، چین او عرب متحده اماراتو ته ۲۵۵ ټنه مېوه صادره شوې، چې د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

دی وايي، د هوايي دهلېزونو له امله د پخوا په پرتله وچې او تازه مېوې ډېرې صادرې شوي دي.

مڼې، انار، خټکي، هندواڼې او انګور هغه مېوه جات دي، چې بهرنیو هېوادونو ته ډېر صادرېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د هوايي دهلېزونو لګښت ډېر یادوي، چې سوداګرو ته پکې ګټه کمه او پر لېږد یې لګښت ډېر راځي.

Related posts