د افغانستان معلولینو لوبډلې پاکستان ته هم ماتې ورکړه

عزم(چهار‌شنبه، ۱۶زمری، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان معلولینو لوبډلې پاکستان ته هم ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه پاکستان وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې په ټاکل شویو ۱۶ اورونو کې یې ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

په افغان توپ وهوونکو کې محمد الله ۶۰، جمیل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵ منډې جوړې کړې.

پاکستان د ورکړل شوي هدف په تعقیب ۱۱۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره شیرین اغا ۴، زبیر ۲ او حزب الله او جمیل مندوزي یوه – یوه ویکټ واخیسته.

شیرین اغا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې وړ ده، چې دغه لوبه د ورښت له امله ۱۶ اورونو ته کمه شوې وه.

د افغانستان د معلولینو لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close