د قربانۍ او اختر فضائل او مسائل(۳ برخه)

ابوبکر مهاجر

قرباني پر چا واجب ده؟

که څوک د قربانۍ نذر پر ځان ومني نو پر هغه باندې قرباني واجبیږي.
که یو څوک له مړیني مخکي د قربانۍ وصیت وکړي او دومره مال یې پرې ایښی وي چې له دریمي څخه یې قرباني کېدلای شي نو د هغه له طرفه هم قرباني کول واجب دي.
پر چا باندې چې صدقه فطر واجب وي پر هغه باندې د قربانۍ پر شپو کې قرباني هم واجب ده. نو څوک چې د اوسېدلو له سرای، د خوراک او چیښاک له شیانو، د اغوستلو له جامو او ورځني استعمال له نورو شیانو پرته د دوه پنځوس نیمو تولو سپینو زرو د مالیت نقدي پیسې، د تجارت مال او نور سامان ولري پر هغه باندې قرباني واجبیږي.
که یو څوک دوه سرایونه ولري، په یوه کې اوسیږي او بل یې خالي ولاړ وي نو پر داسي سړي باندې قرباني کول واجب ده په دې شرط چې د خالي سرای قیمت د دوه پنځوس نیمو تولو سپینو زرو د قیمت سره برابر وي.
همداراز که په یوه سرای کې خپله اوسیږي او بل یې په کرایه ورکړی وي نو پر دې سړي باندې هم قرباني کول واجب ده. البته که یې د معاش ذریعه د سرای همدا کرایه وي نو بیا دا هم د ژوند په ضروریاتو کې شمېرل کیږي او قرباني پرې نه واجبیږي.
که یو څوک دوه موټران ولري، یو یې د عام استعمال اوبل زائد وي، پر داسي سړي هم قرباني کول واجب ده.
که یو څوک دوه پلاټونه ولري، یو یې د خپلي اوسېدني لپاره او بل زائد وي نو که د دوهم زائد پلاټ قیمت د دوه پنځوس نیمو تولو سپینو زرو قیمت ته رسیږي نو پر دې سړي باندې هم قرباني کول واجب ده.
د مېرمني معجل مهر که د همدومره مالیت وي پر هغې باندې هم قرباني واجبیږي. یا یې صرف د مور او پلار له لوري ورکول شوي سره زر او د استعمال جامې د نصاب قیمت ته ورسیږي نو قرباني پرې لازمه ده.
یو څوک دبل چا سره مزدور دی یا حکومتي منصب دار دی او په میاشتنۍ تنخواه یې یوازي د اهل او عیال ګزاره کیږي او له هغه څخه زیاتیږي نه، نو پر داسي سړي باندې قرباني نشته په داسي حال کې چې نور مالیت ونه لري.
یو څوک زراعتي ځمکي لري او په محصول یې د کور ګزاره کیږي، هغه ځمکه هم د دې سړي له ضروریاتو څخه شمېرل کیږي او قرباني پرې نشته.
که یو څوک د ځمکي د یوي کولو لپاره غوایی او د شیدو لپاره له غوا پرته دومره حیوانان نور هم ولري چې قیمت یې نصاب ته رسیږي نو قرباني پرې واجب ده.
یو څوک د نصاب مالک نه دی او نه قرباني پرې واجب ده، مګر خپله یې په شوق د قربانۍ حیوان رانیوی نو قرباني پرې واجب ده.
پر کوچني او لیوني باندې قرباني نشته که څه هم هغوی شتمن وي.

نور بیا…. ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close