اګست 24, 2019

د نړیوالو ځواکونو غوڅي پریکړي او د افغان حکومت هیلي

د نړیوالو ځواکونو غوڅي پریکړي او د افغان حکومت هیلي

جبیر افغان

څو ورځي وړاندې اشرف غني د یوې غونډي پر مهال خلګو ته په خپله وینا کې وویل چې نړیوالو ځواکونو ژمنه ورسره کړې چې هر ډول مرسته به یې کوي او ملاتړ ته به یې دوام ورکوي. همداراز د نوموړي ویاند صدیق صدیقي د پمپیو د خبرو په تړاو ویلي چې امریکا دوی ته ډاډ ورکړی چې پر خپلو شرایطو ولاړ دي او د هغو موافق به له افغانستانه وزي.

له یو لوري لا افغان حکومت ته د نړیوالو ځواکونو د مرستي څرک ښکاري او له بل طرفه د نړیوالو ځواکونو له لوري داسي قاطعي پرېکړي رواني دي چې ګواکي افغان حکومت هسي په تشو خبرو تیرباسي او یا هم داسي بریښي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري داسي څه نشته بلکي اشرف غني یو ځل بیا د واک پر ګدۍ د کښېناستلو په خاطر خلګو ته امیدونه ورکوي او داسي ورښکاروي چې د تیر په څیر به مي راتلونکي حکومت کې هم نړیوال ځواکونه ملاتړي وي.

د مثال په ډول د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو خبري یادولی شو چې مونږ یو کال وروسته نه بلکي همدا اوس له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته لیوال یو او زه هیله مند یم چې زمونږ ځواکونه هلته تر انتخاباتو پوري پاتي نشي.

همداراز ګرجستان هیواد له افغانستان څخه خپل لسګونه شمیر عسکر ایستلي او د امریکا په ګډون ټول هیوادونه د خپلو ځواکونو د ایستلو په موډ کې دي. د دې تر څنګ اشرف غني ته د ټرمپ له لوري هم داسي نیغي ځوابونه را روان دي چې نور د مرستي او کومک هیڅ څرک نه ترې ښکاري او خپلي هغه خبري چې اشرف غني يې په اړه ترې وضاحت غوښتی ؤ، یې بیا ځل تکرار کړي دي چې دا په ډاګه د ټرمپ له لوري د افغان حکومت په سترګو کې ګوتي ننه ایستل دي.

د نړیوالو ځواکونو د ایستلو او د هغوی له غوڅو پرېکړو څخه دا په ډاګه کیږي چې اشرف غني چې کوم مخ پرې ایښی دی او کومي ژمني خلګو ته ورکوي، نړیوال یې عکس روان دي او په قولي او عملي توګه د ګډ حکومت د دعوو او هیلو مخالفت او تردید کوي.

د طالبانو له لوري د سولي په پروسه کې لومړی شرط چې بهرنیو ځواکونو هم ورسره منلی دی، د اشرف غني د دعوو مخالفت کوي. ځکه چې یوې هوکړي ته له رسېدلو وروسته به له ګډ حکومت څخه لومړی کومک د هغوی د ځواکونو ده پورته شي چې ګډ حکومت تر هر څه زیاته اړتیا ورته لري او دا ښکاره په دې معنی ده چې نړیوال یا خو اشرف غني تر ډک رود تږی پوري باسي او یا هم نوموړي د ملت سره ورته عمل ترسره کوي.

Related posts