د سولې په اړه یو تشویش او بین الأفغاني ډیالوګ…!!

موسی فرهاد 

امید شته چې په دې شپو ورځو کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ تاریخي توافقنامه لاسلیک شي، او په نتیجه کې یې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه د یو لنډمهاله ټایم ټیبل په ترڅ کې ووزي.

ځینی خلک تشویش لري چې امریکایان وزي نه، چل ول کوي، مګر داسي نه ده، امریکا د وتلو حتمي اراده کړې، هغوی نوره خپله هغه ستراتیژي بدله کړه چې د افغانستان اشغال ته دوام ورکړي، همدا وجه ده چې طالبانو ته په جرګو هم دوی راځي، د خبرو اجنډا او شرایط هم ټول د طالبانو ورسره مني، خو په خبرو کې د پرمختګ زیري هم ترهرچا وړاندي امریکایان ورکوي.

دا ځکه چې د امریکا لپاره د مذاکراتو په نامه دا پروسه یو ښه چانس دی چې دوی کولای شي د دغه چانس په وسیله، له دې سراسر تاواني جګړې څخه پښې سپکي کړای شي. او په ظاهره به دا یو پوښ وي چې ګویا امریکا په جنګ کې د شکست له امله نه، بلکي د مذاکراتو په پایله کې له افغانستان څخه ووتله.

نو کله چې امریکا یوځل د ستراتیژي د بدلولو آساسي پریکړه وکړه، بیا نو دا ورته مهمه نه ده چې په چل ول د یو شمېر عسکرو پر پاتی کیدلو او یا یو دوو آډو درلودلو او یا د سفارت په نامه د جاسوسي قطعاتو پریښودلو ته شله شي. دا هیڅ نه معقوله ده او نه د دوی په ګټه ده.

همداراز امریکا ته بیا دا هم مهمه نه ده چې د دوی د زور او زر په مټ را غلی د کابل رژیم دي حتمي پرځای پاتي وي، او یا دې انتخابات حتمي وشي او یا دې قانون، دیمکراسي، پارلمان، سرتیري، پلان او پلان … ټول دې همغه پرځای پاتي وي، او دوی دې ورباندي ټینګار وکړي،، البته، خواهش به یې ضرور همدا وي. مګر حتمي یې هیڅکله نه ګڼي.

ځکه د دې ټولو شیانو دوی هغه وخت په هر قیمت دفاع کوله، کله چې دوی دلته موجود وو، او د اشغال د جاري ساتلو ستراتیژي یې له ذهن څخه نه وه وتلي. اوس چې یې ستراتیژي بدله کړې او د وتلو په حال کې دي نو بیا چې څومره ژر کیدلای شي؛ دوی به خپله د وتلو هڅه کوي، یوه ورځ پاتی کیدل یې هم په ګټه نه دی. او تر شا پاتی په اصطلاح دیمکراتیک میراثونه هم نور ورته مهم نه دي.

که څه هم نړیوال اخلاقي مسئولیت یې جوړیږي چې تر وتلو وروسته هم په افغان قضیه کې د یو بې پرې درېیمګړي په حیث مصلحانه رول ولوبوي، هغه ستونزې چې دوی را پيدا کړي او د دوی په مرسته حل کیدای شي باید اوږه ورکړي. خو دا به بیا کتل کیږي چې امریکا او ائتلافیان یې اخلاقي مسئولیت ته څومره ژمنتیا ښيي.

بین الأفغاني ډایلاګ

له امریکا سره تر تړون وروسته به د افغانانو ترمنځ خبري اتري پیلیږی، چې په دې کې به د کابل حکومت هم د یو ګوند یا جهت حیثیت ولري، قومي مشران، د تنظیمونو استاځي، تیکنوکراتان، مدني ټولني، ښځي، په بهر او داخل کې یو شمېر نفوذ لرونکي آزاد افغانان او داسي نور… ټول به طالبانو ته ورجرګه کیږي، د راتلونکي افغانستان په اړه به ورسره بحث کوي، البته د بحث اجنډا به د طالبانو په خوښه انتخابیږي، پر کومو ټکو چې طالبان بحث کول ونه غواړي؛ هغه به نه مطرح کیږي،

مثلاً راتلونکی نظام به اسلامي وي، یعنی د اسلام د آساساتو پر بنا به د زعامت، قضا، او تقنین مسئله صورت نیسي. په دې کې دا نه ځاییږي چې کوم ډول جمهوریت به وي، کومه دیمکراسي به وي او داسي نور… او پر دې خبره په تیرو بین الأفغاني غونډو کې په مجموع کې توافق هم شوی.

بل مثلاً: د موجوده حکومت په نوم به څوک خبره نه کوي یعني داسي به یې ګڼي چې فعلاً په کابل کې هیڅ حکومت شتون نلري، او پر دې ټکي هم زه فکر کوم چې وار له مخه لا توافق شوی، چې د کابل ادارې د یو جهت په حیث له طالبانو سره د خبرو لپاره ۱۵کسیز پلاوی د نوور جهتونو سره یوځای وټاکه. مانا یې دغه ده چې حکومت نه بلکی یو سیاسي ګوند دی او حکومت وجود نلري.

حقوقي پوښتنه:

ځیني حقوق دانان وایی، داسي نه کیږي، چې دا حکومت دې له یوه مخه نفي کړل شي، ځکه بیا د قدرت خلا رامنځ ته کیږي، زه وایم چې د دې ابتکار بنسټ هم په 2001 کال کې اشغالګرو او د هغوی ملګرو ایښی. چې د طالبانو حکومت یې په کلي ډول ړنګ کړ، له هغه وروسته یې په بُن کې خلک د نوي سیستم د را پیدا کولو لپاره سره ورغونډ کړل. نو اوس به هم دوی اعتراض نه کوي چې د قدرت خلا راځي.

اجنډا به ولي یو اړخیزه وي؟

دا چې د راتلونکي بین الأفغاني ډیالوګ اجنډا به هم د طالبانو په خوښه ټاکله کیږي؛ د دې ډېر وجوهات شته چې څو یې په دې ډول دي:

1- لومړی دا چې طالبان اوس مهال د یو فاتح لوري په حیث را وړاندي کیږي، د هیواد د آزادۍ کریډیټ همدوی ترلاسه کړی، طبعي ده چې د برخلیک ټاکلو په بحث کې به وزن د دوی وي.

2- طالبانو خو په 2001م کې جوړ اسلامي نظام درلود چې په زور، ظلم، جبر او ناروا ورڅخه واخیستل شو، د قدرت له صحنې څخه په داسي شکل لري کړل شول، چې د دنیا په هر قانون کې دا ډول لري کیدل په هر لحاظ باطل ګڼل کیږي، اوس چې یې د ډېرو تاریخي قربانیو په مټ بیرته بهرني متجاوزین وشړل، او خپل حق یې ترلاسه کړ، وطن یې آزاد کړ نو طبعاً چې بیرته به خبره د دوی اوریدله کیږي.

3- کله چې امریکایانو افغانستان اشغال کړ، په بن کې یې نور افغانان سره را غونډ کړل، طالب ته یې د یو افغان په حیث نه یوازي د ګډون اجازه ورنکړه، بلکي په داسي تورو لیستونو کې یې وردننه کړ چې یا به وژل کیږي او یا به تسلیمیږي.

د هغوی ظلم پرخپل ځای، اما دغه افغانان چې اوس یې طالب حیثیت ته هم قایل دی، د سیاسي جهتونو په حیث یې مني او د افغانستان په سرنوشت کې یې د شراکت حقداران ګڼي؛ مذاکره ورسره کوي؛

همدغه افغانان وو چې د طالب په اړه یې د امریکا د مرګ یا تسلیمۍ پریکړه ورسره تأییدوله، او تر اخري سلګۍ یې ورباندي اصرار هم وکړ، همیشه یې د طالب د محوه کولو پلانونه عملي کړل، نو اوس چې بهرنیانو او کورنیانو دواړو شکست خوړلی، بیا هم طالب د کورنیانو حیثیت په مطلق ډول ورنفي کړی نه دی، لکه دوی چې د طالب دا نفي کړی و، طالب بیا هم بحث ته ورسره کښیني خو شرایط به طبعاً د ګټونکي لوري لخوا وي چې هغه طالب دی.

او دا کار چې امریکا نه کاوه یعني له طالب سره د طالب پر شرایطو خبرو ته نه تیاریدله؛ امریکا هم شل کاله په داسي جنګ کښیوتله چې ستر نقصان یې وکړ، خو کله چې د طالب سره د طالب پرشرایطو د خبرو میز ته کښینسته؛ په څو میاشتو کې دا دی امکان لري چې ځان له لیونۍ جګړې خلاص کړي.

نو د کابل حکومت او نور د دوی همفکره سیاسیون باید له طالب سره په مذاکره کې د خپلو شرایطو په لټه کې ونه اوسي، کومه اجنډا چې طالبانو ورته وړاندي کړه، باید پرهمغه ورسره توافق ولري، داسي هم نه ده چې طالب به دوی بیخي هیڅ ونه ګڼي بلکي د علیا ملي مصالحو په خاطر به د ټولو اړخونو حقه حقوق هرو مرو په نظر کې ولري. خو که چیري دوی بیا هم د خپلو ټولو خواهشاتو د پوره کولو په لټه کې و اوسي او د لوړ موقف تقاضا کوي، طالب ته شرایط وړاندي کوي، نو بیا ښایی دوی هرڅه له لاسه ورکړي او د کورنۍ سولې چانسونه له منځه ولاړ شي، ځکه چې بیا به طالبان په یو اړخیز ډول د زور له لاري د ستونزي د حل هڅه وکړي.

کوم کوم شیان به د بحث وړ وي؟

1- آساسي قانون، 2- ملي نهادونه، (لکه امنیتي او دفاعي سیکتور، بیوروکراسي، او داسي نور…)، 3- د بیان آزادي او رسنۍ، 4- احزاب، 5- په پارلماني، او یا ولایتي کچه ټاکني، 6- د ښځینه وو حقوق، تعلیم او کار، 7- بهرنۍ پالیسي 8- مدني قوانین، 9- بیرغ، ملي سرود، او داسي نور… واړه او غټ ډېر موارد شته چې ژور بحث ورباندي کیدلای شي. البته زیاتره به یې قابل توافق او لږ به یې له ژورو اختلافاتو سره مل وي،

خو که څوک د افغانستان د اوږدې کشالې حل غواړي باید چې د اسلام د تغیر ناپذیره آساساتو او د علیا ملي مصالحو په خاطر درګذر ته غاړه کیږدي، چې هیواد مو الله تعالی له تلپاتو بدمرغیو وساتي.

زه په دې باور لرم که افغان سیاسیون په بین الأفغاني ډیالوګ کې د طالبانو په وړاندي له تحمل او زغم نه کار واخلي او د هغوی پر شرایطو ورسره تعامل وکړي؛ زما یقین دی چې طالبان به هم په ډېرو مواردو کې چې له شرعي اړخه پکي صریح، حرج ونه ويني؛ تنازل وکړي او په دې کې به هیڅ تردد محسوس نکړي.

او زه فکر کوم چې له کابل ادارې پرته، ډېری سیاسیون، ګوندونه، علماء، قومی مشران، او اهل خِبره آزاد افغانان به له طالبانو سره په سلو کې ۵ یا ۱۰ فیصده اختلاف نظر ولري، نور یې ترمنځ کوم عمده مشکل نه محسوسیږي چې د بنسټیز جوړجاړي په لاره کې خنډ شي.

دا پورته چې څه بیان شول؛ دا زما خپل ځاني یو برداشت دی چې د افغان قضیې له دواړو (خارجي- داخلي) بعدونو سره تړاو لري، او د رواني مذاکراتي پروسې په ترڅ کې به رامنځ ته کیږي.

پای…………!

موسی فرهاد

2019- 8- 5

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close