هندي ډاکترانو د یوه ماشوم له خولې نه تر پنځه سوه ډیر غاښونه ایستلي

عزم(یکشنبه، ۱۳ زمری ،۱۳۹۸)هندي ډاکټران وایي، د یوه اوه کلن ماشوم له خولې یې شاوخوا ۵۲۶ غاښونه ایستلي دي.
ډاکټران وایی، ماشوم هغه مهال روغتون ته مراجعه کړې، کله چې لاندینۍ ژامه یې له غیر طبعي پړسوب سره مخ شوه

روغتیایي چارواکي وایی، تر عملیاتو وروسته یې وموندله چې همدې ژامه کې سلګونه غاښونه شتون لري چې وروسته یې پر ایستلو کار پیل او له یوویشت غاښونو پرته یې د ماشوم له خولې نه ټول غاښوونه وکښل.

ډاکتران د دې ماشوم خوله کې د غیر عادي غاښونو شتون ژنتیکي مسئله یادوي، خو وایی چې لا یې هم په دې هکله څیړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې څو کاله وړاندې هم د دغه هیواد په ممبیی ښار کې ډاکټرانو د یوه ماشوم له خولې څخه نږدې دوه نیم سوه غاښوونه ایستلي وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close