اګست 24, 2019

خوست: پر ۸۰زره هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړ شوي

خوست: پر ۸۰زره هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړ شوي

عزم(یک‌شنبه، ۱۳زمری، ۱۳۹۸ل):  د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله شاه نوري وايي، په دغه ولایت کې یې پر ۸۰زره هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړ کړي، چې په ټولو برخو کې یې ښه نتیجه ورکړې ده.

دی وايي، پر دغه پروژو یې ۸۱زره ډالر لګښت شوی، چې ۹۳سلنه د سویس د مرستو پرمختیايي ادارې له‌خوا او ۷سلنه ځايي خلکو ورسره مرسته کړې ده.

د نوري په خبره، ځاځي میدان ولسوالي د اقلیم له نظره د زیتونو لپاره مناسبه سیمه ده او د زیتونو پیوندونه هم پکې ښه لګېدلي دي.

نوموړی وايي، د خوست په غرونو کې ډېری مېوې وحشي بڼه لري، خو د پیوندونو په وسیله یې غواړي اصلاح کړي او د خلکو د کارولو وړ یې وګرځوي.

Related posts