ولسمشریزې ټاکنې: هسې نه هر څه اوبه یوسي

خط اول:

تېره یکشنبه (د زمري په ۶مه) د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره، چې ټاکل شوې د میزان په شپږمه (د سپټمبر ۲۸مه) ترسره شي، ټاکنیز کمپاینونه پیل شول، چې د ټاکنو تر پیلېدو ۴۸ ساعته وړاندې به ودریږي.
ټاکنو ته ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.
د ټاکنو لپاره کمپاینونه داسې مهال پیلیږي چې هېواد په یوه غیریقیني سیاسي حالت کې قرار لري – له همدې امله شکونه شته چې ښايي ټاکنې په خپل ټاکل شوي وخت، او یا هم له سره، ونشي.
لومړی هغه څه چې د ټاکنو د ترسره کېدو په لار کې د ځنډ یا خنډ لامل بلل کیږي د سولې خبرې دي. له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو په موخه د طالبانو او امریکا مذاکرات روان دي، چې اوس تقریباً نهايي درجې ته رسېدلي دي.
د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، پرون چارشنبه د قطر سفر پیل کړ څو هلته له طالبانو سره، د نوموړي په خبره، هغه هوکړه نهايي کړي چې دوی کار پرې کاوه. تمه ده چې ښايي په راتلونکو ۲۴/۴۸ ساعتونو کې دننه دننه د مذاکراتو اتم پړاو پیل شي — او پکې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع وروستۍ بڼه خپله کړي.
که څه هم د ټاکنو احتمالي مخکښ ټیمونه ټاکنې تر سولې اړینې بولي، خو پخپله امریکا (د ټاکنو یو ستر تمویلوونکی) بیا د سولې خبرو ته ارزښت ورکوي.
که امریکا له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي، د ټاکنو نه ترسره کېدل به یقیني وي، ځکه طالبان پر ټاکنو باور نه لري او نه به هم د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته پکې ګډون ته زړه ښه کړي.
د دې ترڅنګ، ناامني؛ د بودیجي کمښت؛ او د نوماندانو لخوا وخت ناوخت د ټاکنو د تحریمولو چیغې هم هغه څه دي چې د ټاکنو د نه ترسره کېدو، یا ځنډېدو، احتمال قوي کوي.
بناء، ټاکنو ته ولاړ کسان دې خپل ټول زور او زر په کمپاینونو نه تېروي – هسې نه هر څه اوبه یوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close