۲۰ داسي ځایونه چې په ژوند کې باید یو ځل هرومرو ولیدل شي

ابوبکر مهاجر

۱۱: انټارکټیکا

دا هم د ځمکي اومه وچه ده چیري چې هیڅ ابادي نشته او صرف واوره او یخی پکي لیدل کیږي. دا پر ځمکه تر ټولو لري ځای دی او د یخنۍ ټیټه درجه یې ۱۲۹ ریکارډ شوې ده. د ابادۍ نه شتون بیا دا د دنیا له ټولو ځایونو څخه منفرده ګرځوي.

۱۲:نیشینومارو باغ

د ځمکي پر مخ یو بل دلیدلو وړ ځای د جاپان نیشینومارو باغ دی. دا د جاپان په اوساکا ښار کې واقع او د چیرۍ د غوړېدلو په باب د نړۍ تر ټولو مشهور ځای دی. په باغ کې له ۶۰۰ څخه زیاتي د چیرۍ وني او ۹۵ ډوله د مندکو وني دي.

۱۳:ریډ بیچ(سور ساحل)

یو بل په زړه پوري ځای چې باید یو ځل ولیدل شي د چین ریډ بیچ دی. د دې ښکلا په ولاړو سرو فصلونو او ونو کې ده. سوروالی یې د لیدونکو زړونه وړي او په دلیدلو سره یې د هغه ښکلا ته دماغونه دنګ پاتي کیږي.

۱۴: هیلر یا ګلابي جهیل

یو بل له ښکلا ډک او زړه وړونکی ځای هیلر جهیل دی کوم چې په ګلابي جهیل سره هم یادیږي او په مغربي اسټریلیا کې واقع دی. دا هم د خپل ډول یوازینی ځای دی. ساینس پوهان وایي چې د دې ګلابي رونګ د اوبړۍ له وجي دی کومي چې په جهیل کې موندل کیږي او دا نمکین هم دی.

۱۵: بورا بورا

یو بل په زړه پوري ځای چې باید په ژوند کې ولیدل شي بورا بورا دی. بورا بورا د فرانسوۍ فولینسیا یوه جزیره ده. دې ته تازه د نړۍ د تر ټولو ښې جزیرې نوم ورکول شو. په رخصتیو کې د اوسېدلو لپاره دا په زړه پوري ځای دی. دا داسي ښکاري لکه وړې خیمې چې په ښکلې جزیره ګۍ کې د اوبو پر مخ لامبو وهي.

دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close