د طالبانو په زندان کې (۲ برخه)

ابوبکر مهاجر

د خبریالانو د عام عادت په خلاف، ما سرټکي لومړۍ تیار او بیا خبر او ریپورټ نه جوړاوه. ما دلته د خپلي اونۍ په پیل کې په ځانګړي ډول د دوو کارونو کولو هوډ کړی ؤ. خو د عادت خلاف مي د منشیانو د ساړه کار د رالنډولو هڅه کول او فکر مي کاوو چې نن به د خوراک فرصت کله مومم؟ که مي د منډي په حالت کې کوچ او سینډویچ په برخه شول نو زه به ځان ډېر بختور ګڼم.

دا چې ما له انتشار څخه د خپلي توجه د ژغورلو هوډ کړی ؤ، ځکه زه د دفتر له کونجانو او ماحول سره نا اشنا وم. نورو ملګرو خپل کارونه سره رالنډ او یو یو رخصت شول او زه په دفتر کې یوازي پاتي شوم.

زمونږ د خبرونو عمل د خبرونو د هغي مجموعې صرف یوه څانګه ده چیري چې د ډیلي ایکسپریس ژورنالیستان، انځورګران، عمله، نیوز ډیسک، مرستندوی مدیران، ګرافک ارټسټس او نور غړي په ګډه کار کوي. زمونږ دفتر په «بلیک فریائر برج» کې شتون درلود کوم چې له میني « ګرې لبیانکا» بلل کیږي.

دا ورځ خو په خاص ډول د یادوني وړ نه وه، خو نیمی هم نه وه تېره شوې چې ما احساس کړل چې خلګ په نیوز روم(خبر خونه) کې د ایښودل شوو ټي وي سیټونو پر وړاندې د مرغانو په څیر جمع کیږي. زه لږ ورکږه شوم او په دې لیدلو سره مي سخت ټکان وخوړ چې پر هنداره(سکرین) د ورلډ ټريډ سینټر شمالي برج په داسي حال کې ښکارېدی چې اور یې اخیستی ؤ.

دا کابو دوې بجې وې، ما سمدستي خپلي خور «ویو» ته ټلیفون وکړ. هغه په نیوکیسل کې خپل دګلانو په دوکان کې وه. ما سمدستي د ټي وي د چالانولو ورته وویل تر څو خبره شي چې په امریکا کې دا وخت څه روان دي. مونږ درې اونۍ وړاندې په نیویارک کې وو چیرې چې هغې ورلډ ټریډ سینټر ته د ختلو په موخه په قطار کې له درېدلو څخه انکار وکړ ځکه چې هغې په لاندیني پوړ کې د ګلانو د دوکانونو د لیدلو زیات شوق درلود.

ما هغې ته په ټلیفون کې وویل چې ښایي د برج سره د جنګېدونکي طیارې پر پیلوټ د زړه حمله راغلې وي، یا یو بل مشکل پیښ شوی وي چې له امله یې طیاره له کنټرول څخه وتلې وي. ما هغه وخت دا فکر ونه کړای شو چې د دې کومه بله وجه هم کېدای شي. وروسته مي پر ځان لعنت ووایه چې د ستورو کتنځي/رصد خانې(Observatory) ته پر تللو مي ټینګار ولي ونه کړ.

دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close