اګست 24, 2019

د سوني شرکت د ګرمي له منځه وړلو ځانګړې دستګاه جوړه کړې

د سوني شرکت د ګرمي له منځه وړلو ځانګړې دستګاه جوړه کړې

 

عزم(یکشنبه، ۶ زمری ،۱۳۹۸)د سوني شرکت اعلان کړی چې داسې یوه دستګاه یې جوړه کړې چې څوک یې پر بدن تر اغوستلو وروسته له خپل موبایل سره وصل کړي، د بدن د حرارت کچه به د ده خوښې په آندازه کمه یا زیاتیږي.

د سوني جاپاني شرکت دغه نوی محصول «ریون پاکټ» نوم لري، چې د بدن لپاره د سړې هوا په تولیدولو کې مرسته کوي.

یاد شرکت وایي، دغه نوی محصول یې د هوا له بدلونونو څخه د منفي اثراتو د اخیستلو مخه ونیسي او له خلکو سره د سالمې روغتیا په برخه کې مرسته کوي.
ریون پاکټ د یوه کارت په څیر آله لري چې په لباس کې ورته مخفي ځای ورکړل شوی، یاده دستګاه به د بیلوتوت له لارې له موبایل سره وصل او خاوند به یې د ګرمۍ کچه په خپله خوښه ځانته ټاکي.

سوني وایي،په بریالۍ توګه یې خپل دغه تولید آزمایلی او کولی شي د پیرودونکو د ګرمي کچه ۱۳ درجې ښکته او یا یې هم ۸،۳ درجې لوړه کړي.

دغه دستګاه به د لومړي ځل لپاره په جاپان کې بازار ته وړاندې شي او بیه به یې له ۱۱۷ نه تر ۱۷۵ امریکایي ډالرو پورې وي.

Related posts