آیا د ټرمپ سټراټيژي رښتیا هم نه ده بدله شوې؟

خط اول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د تیرې چارشنبې په ورځ د کابل حکومت له مشر، اشرف غني، سره په ټلفوني اړیکه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سټراټيژۍ کې ”بدلون نه دی راغلی“.

ښاغلي پامپیو غني ته دا وضاحت د ټرمپ د هغو څرګندونو په تعقیب پسې کړی چې د جولای په ۲۲مه یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې وکړې، او د افغانانو توند غبرګونونه یې راوپارول.

ټرمپ وویل چې دئ د افغانستان جګړه یوازې په لسو ورځو کې د لس میلیونه خلکو په وژلو ګټلای شي، خو داسې کول نه غواړي.

د ټرمپ د دې غیرمسؤلانه څرګندونو له امله افغانان سخت په غوسه شول – حتی کابل حکومت، چې امریکا ته یوازې د هو په دود سرخوځوونکی بلل کیږي، هم له متحده ایالاتو د وضاحت غوښتنه وکړه. خو دا بیا بېله خبره ده چې د وضاحت په ترلاسه کولو کې یې رښتیا هم زیار وایست او که نه.

بېرته سر ته ځو – د ټرمپ په سټراټيژي کې، چې تر دې دمه یې د ټولو امریکايي مسؤلو چارواکو پخپله وینا کومه ګټه نه ده درلودلې، د نه-بدلون خبرې به د کابل حکومت لپاره هیله بښونکې وې، خو عامو افغانانو ته د مرګ زنګ.

له کله چې د ۲۰۱۷ز کال په اګست میاشت کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره خپله سټراټيژي اعلان کړې، له هماغې ورځې هېواد سور اور ګرځېدلی دی.

د افغانستان پر حریم زرګونه بمونه ورېدلي، زرګونه افغانان قتل، ټپیان او معیوب شوي، زرګونه د تورو تمبو شا ته لوېدلي، د زرګونو پر کورني حریم تېری شوی — حتی سلګونه جوماتونه، چې د سټراټيژۍ تر اعلان وړاندې کابل حکومت او امریکا هم څه ناڅه احترام ورته درلود، نړول شوي دي. دا هر څه لا روان دي، او روان به وي.

د ټرمپ د سټراټيژي موخه دا وه چې طالبان د پوځي فشار له لارې بالآخره له کابل حکومت سره مذاکراتو ته کښېنوي، خو برعکس پخپله دوی د طالبانو غوښتنه ومنله: له طالبانو سره یې مذاکرات پیل او کابل حکومت یې د هغوی په غوښتنه څنډې ته کړ.

که د امریکا او تحت الحمایه افغان توپکوالو بې بندوباره وحشت ته وکتل شي، رښتیا هم نه معلومیږي چې د ټرمپ په سټراټيژي کې دې بدلون راغلی وي. خو که له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو د اووو پړاوونو ترسره کېدو (او له دې ډلې سره توافق ته نږدې کېدو ته) وکتل شي، معلومیږي چې د پامپیو خبرې یوازې د غني د ډاډ لپاره وې، وبس.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close