اګست 24, 2019

د الله تعالی د ذکر کولو فایدې

د الله تعالی د ذکر کولو فایدې

ابوبکر مهاجر

د ذکر حقیقت او فضیلت
له ذکر څخه مراد یاد، عدم غفلت او نسیان دی، همدې ته په کتلو د الله تعالی ذکر د هغه د عظمت او جلال له استحضار څخه عبارت دی او د دې تر څنګ د هغه د اوامرو التزام او په هر حال کې یې اطاعت کول دي. ځکه نو که څوک دا باور لري چې د الله تعالی ذکر صرف د تسبیح، تهلیل او استغفار نوم دی، هغه غلط دی بلکي د ذکر مفهوم له دې څخه زیات پراخ دی، ځکه چې دا ټولو هغو طاعاتو ته شامل دی کوم چې مسلمان پر ځای کوي نو که څوک د الله تعالی په اطاعت کې وي او یا د هغه له نافرمانۍ څخه لاس په سر شي نو دی په هماغه وخت کې د الله تعالی ذکر کونکی شمیرل کیږي.

د ذکر او ذاکرینو فضیلت الله تعالی په قرآن کریم کې ډیر ځایونه بیان کړی دی او همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم اجمعین د تشویقولو په خاطر په بې شمیره احادیثو کې د ذکر فضیلت او ستروالی بیان کړی دی.
په صحیح ابن حبان کې له حضرت ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«آیا ستاسي له اعمالو څخه تر ټولو غوره عمل، ستاسي د رب په نزد تر ټولو پاک، ستاسي په درجاتو کې اضافه کونکی، ستاسي لپاره د سرو او سپینو له مصرفولو څخه غوره او له دې څخه هم غوره چې تاسي د دښمن سره مخ شئ او څټونه یې ووهئ، در ونه ښیم؟ صحابه کرامو وویل: ولي نه ای د الله رسوله صلی الله علیه وسلم. نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه د الله تعالی ذکر دی»له همدې امله ویلی شو چې د میزان په تله کې به غوره عمل د الله تعالی ذکر وي.

د ذکر فایدې

د الله تعالی د ذکر بې شمیره فایدې دي، ابن القیم رحمه الله یې له سلو څخه زیاتي فایدې جمع کړي دي چې ځیني یې په لاندې ډول دي:
• له ځانه د شیطان شړل او ترټل
• د الله تعالی رضا حاصلول
• له زړه څخه غم او ناقراري لري کول
• زړه او مخ روښان کول
• زړه او بدن ته تقویت وربخښل
• د الله تعالی په فضل او کرم سره د رزق راجلبول
• ذاکر ته هیبت او رعب ورپه برخه کیږي
• پر توبه او د الله تعالی لور ته پر رجوع کولو توفیق موندل
• زړه ته ژوند وربخښل
• د ګناهونو لري کول او رژول
• د الله تعالی او د بنده تر منځ د بیلتون لري کول
• د الله تعالی له عذاب څخه نجات موندل
• فحش خبري، غیبت او شیطانت پرېښودل
• د قیامت د ورځي له حسرت څخه د بنده حفاظت
• په دنیا او آخرت کې ستر نور ترلاسه کول
• د بنده لپاره د الله تعالی ذکر ډېر اسانه کیدل که څه هم دی په بستره کې وي
• د ذکر د غلام د ازادولو او د الله په لار کې د جهاد کولو سره برابرېدل
• د الله تعالی شکر اداء کول
• د زړه سختي لري کول
• د الله تعالی د خپلو ملائکو پر وړاندې په ذاکر بنده فخر کول.

Related posts