طالبانو په زابل کې د یوې لېسې د بنسټ ډبره کېښوده

عزم(پنجشنبه، ۰۳زمری، ۱۳۹۸ل):  طالبانو د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې لېسې د بنسټ ډبره ايښې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د سیمه‌ییزو مسوولینو په زیار او د ولسي خلکو په مرسته یې د یوې عالي لېسې د بنسټ ډبره ایښې ده.

« ددې لیسې د تاسيس مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره  پیل شول او د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېدل»

طالبانو په تېرو اتلسو کلونو کې د امریکايي یرغل پر ضد د جګړې سربېره په ګڼو ولایتونو کې د سړکونو، له سېلاب ځپلو او غریبو خلکو سره د خوراکي توکو مرستې هم کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي هم مني، چې د حکومت په پرتله طالبان د هغو ښوونځیو ښه ساتنه کوي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close