دا وار د ټرمپ ښکرونه نه ، لکۍ شوې ده !

 

اصغر صلاح

ډونلډ ټرمپ د عمران خان د خوشالولو لپاره د افغانانو سپکاوی کړی، او د نړۍ له نقشي يې د ورکولو اخطار ورکړی، هغه متل دی چې اسمان څومره غورېږي هومره نه ورېږي، يو بل متل دی چې مېږي ته خدای په غصه شي نو وزرونه ورکړي.

کله چې يو څو حاکمو افغانانو د قراني لارښوونو په مقابل کې خپل ذهنيت ته فوقيت ورکړ، په سياسي شننو يې خپله غلامي پټه او خپله منحرفه دپلوماسي يې د قران بديله وبلله، نو هم مهاله يې غربي دموکراسي خپل دين وګاڼه، او د اشغال تر چتر لاندې ژوند يې ازادي وګڼله، همدا وخت غربیانو ته ددوی پوره ايمان معلوم شو، دوی پوه شول چې دا هغه خلک نه دي چې موږ ترې روسانو او د سيمې نورو هيوادونو وېرولو، دوی درک کړله چې دا هغه افغانان نه دي چې د نړۍ خلکو به يې د ليدلو هيله لرله، په حقيقت کې دا هغه افغانان نه دي چې دوی روس ته ماتې ورکړې.

ځکه نو کله د جرمني چارواکي او کله باداره امريکا د غلامۍ پيغور ورکوي او په ورځو کې افغانستان ته د نړۍ له نقشې د ورکولو اخطارونه ورکوي.

هو ! همدا د غلامۍ او اسارت نتيجه وي، همدا دداسې ژوند ښه بديل کېدلای شي، د وحشي الاصل داړونکي واکمن او بادار غلامي چې چا په ايماندارۍ ترسره کړې وي، هغوی اصلا د وفا او جفا پروا نه کوي.

ډونلډ ټرمپ په خپله پاليسۍ کې د غرور اور اخيستی خو په اصل کې دا د ده ښکرونه نه دي، اصلا دده لکۍ شوې ده، دی په دې نه پوهېږي چې د افغانستان اتلس کلنې جګرې دوی ته څه ورکړل، اوس هم په ګونډو دي او غواړي د صلحې له لارې خپلې ماتې ته بل رنګ ورکړي، دوی په دې نه پوهېږي چې ددوی ښکرونه مات شوي، دوی له زوره غورځېدلي، د افغانانو قوي عزم د نړۍ هېڅ يرغلګر نشي ماتولی، دلته لا هم د صبر کاسه ډکه نه ده، دلته د قوي عزم او برم تر څنګ قوي ايمان شتون لري، دلته داسې يو ملت ژوند کوي چې د ژوند نه مرګ بهتر ګڼي، داسې ملت چې د خپلو ارادو ، دين سرلوړي او افغان ميندو او خويندو د عزت ساتلو لپاره د سر او مال نه تېر دي.

دا هغه ملت نه دی چې په پېغورونو او اخطارونو وارخطا شي، دلته ضميرونه مړه دي، دلته مجبوريتونه پراته دي، دلته د قوي رهبرۍ قحط راغلی، دلته په ونو خزان راغلی، دا پيغورونه او اخطارونه صرف د بعضې افغانانو مړه ضميرونه ژوندي کولای شي، دلته به خوځښتونه رامنځ ته کېږي، دلته به دغفلت په خوب ويده ځوانان راويښېږي، دلته به حقيقتونه او منحرف سياستونه درک شي، بيا به همغه پسرلی وي، مستې مېلې به وي، د ازاد افغانستان بيرغونه به رپېږي،په لارو او کوڅو کې د افغانی فرهنګ غزلې ويل کېږي، د امو سيند مستې چپې به يو ځل بيا د خوشحالۍ موجونه وهي، بيا به څوک د جنازو د اداء کولو څخه نه وېرېږي، دلته به په ودونو د بمونو غورځولو خطر نه محسوسېږي، د هېواد ګوټ ګوټ په خوښيو ډک شي، د لسيزو جنګ به صرف په قصو او حکايتونو کې يادېږي، موږ به ټول يو موټي او يو قوت يو، قران به مو قانون وي او نعره به مو الله اکبر وي.

د تل پاتې سولې په هيله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close