اګست 24, 2019

په حکومت کې اخلاقي فساد

په حکومت کې اخلاقي فساد

خط اول:

له کومي ورځي چې په افغانستان کې د شته حکومت تادای ایښودل شوی دی، له هماغي ورځي راهیسي اخلاقي فساد هم د یو مهم هدف په توګه په حکومت کې ځای نیولی دی. د حکومت تقریبا ۸۰ سلنه لوړپوړي او ټیټ رتبه جنرالان بیا تر ادنی عسکر او محلي پولیس پوري په یاد عمل اخته دي.

هغه چې د خلګو له نظرونو او یا رسنیو پټ دي، بې شمیره دي، په تیرو څو ورځو کې رسنیو درې داسي دوسیې را اخیستي دي چې پکي حکومتي چارواکي په جنسي زورونه تورن یاد شوي دي.

یو یې د بي بي سي هغه ریپورټ چې په افغان حکومت کې د اخلاقي رسوایي په نامه خپور شوی ؤ، پکي د د دوو  مېرمنو د جنسي زوروني داستان لږ په تفصیل سره بیان شوی ؤ او د دوی تر څنګ نورو بې شمیرو ښځو هم پر دې اعتراف کړی ؤ چې د حکومتي چارواکو له لوري پرې جنسي تیری شوی دی. عجیبه لا په دې کې دا وه چې د دې پیښو څارونکو او انصاف غوښتونکو چې کله په دې هکله حکومت ته مراجعه کړې وه، حکومت نه یوازي داچې غوږ یې پرې ونه ګراوه بلکي چورلټ انکار یې ترې وکړ.

د زنانه محصلینو خبر رسنیو خپور کړ چې پکي زده کونکو له موجوده اوضاع څخه شکایت کاوه او ویلي یې ؤ چې اداره چیان راڅخه د اعلی نمبرو ترلاسه کولو په بدل کې د جنسي تیري غوښتنه کوي.

یوه بهرنۍ سیلانۍ چې افغانستان ته راغلې وه، د واخان ولسوال پرې د جنسي تیري هڅه کړې وه او له حکومت څخه یې د دوسیې د څیړلو غوښتنه وکړه، خو د دې په څیر د ورته پیښو نوري هم سلګونه دوسیې بې تحقیقه او بې پلټني پاتي دي.

د همدې حکومت دوه چارواکي په هندوستان کې په داسي حال کې د هندي حکومت له لوري ونیول شول چې پر خارجي نجونو یې د جنسي تیري تابیا نیول. همداراز د رحیم وردګ زوی حامد وردګ پر یوې امریکایي ماډلي سارا ګوولډن د امریکا په فلوریډا ایالت کې جنسي تیری کړی او ماډلي یې د انصاف غوښتنه کړې.

د پولیسو په پوستو کې د هلکانو په سر د قومندانانو جنګونه، منځنۍ شخړي او وژني خو عامي دي، یوه بیلګه یې څه وخت وړاندې په روزګان کې د رقص په یوه محفل کې د هلکانو پر سر تاوتریخوالی ؤ چې پکي د دوو قومندانانو په ګډون ۲۰ تنه عسکر ووژل شول.

دې او دې ته ورته پیښي بې شمیره دي چې په افغان حکومت کې ترسره کیږي او رسنۍ یې د سرټکو په څیر نیسي. دا حکومت چې د افغان ولس نماینده ځان بولي، ولي خپله د افغانانو عزت او ناموس ته درناوی نه لري او د هغه چا محاسبه ولي نه کیږي څوک چې افغاني مېرمني بې پته کوي؟؟!

یو داسي حکومت چې له لویه سر ه اساسي قانون د لوړپوړو چارواکو له لوري نقض شي، او د واک په ګدۍ ناست چارواکي یې غوڅ اکثریت  زور واکي، او د اولسي  شتمنۍ په اختلاس  ککړ وي، ښکاره خبره ده چې له بشپړ اخلاقي رکود سره به هم مخ وي، حکومت ته په کار دي چې د وضاحتونو او سپیناویو پرځای، په نظام کې د اصلاح لپاره خپلي هڅي له الف څخه پیل کړي .

Related posts