اګست 24, 2019

طنز

طنز

#تازه:
ولسمشر اشرف غني د افغانستان په اړه د ټرمپ د مغرورانه خبرو په مقابل کې خپلو ټولو عسکرو ته امر کړی چې د خپلو ټوپکونو شپیلۍ د امریکایي عسکر په سرونو ور واړوئ او په دا سر سر یې وولئ.
اشرف غني دا فرمان په داسې حال کې صادروي چې ټرمپ د افغانستان په اړه ویلي چې د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره زه کولی شم افغانستان له نقشې ورک کړم.

بل خوا ګلبدین د دې په اوریدلو سر بے سوده شو، کله چې په هوښ کی راغی پورا یې د امریکایي عسکرو په مقابل کې د جهاد اعلان وکړ، خپلو جنګیالیو ته یې پر امریکایانو د برید امر کړی.

تورن جنرال تادین خان اچکزي د ټرمپ د خبرو په مقابل کې توند غبرګون ښودلی او وایي: د یوه تورن جنرال او د ننګرهار د امنیې قومندان په صفت د ننګرهار ټولو عسکرو ته د امریکایانو په مقابل د جنګ اعلان کوم.
ټرمپ لا څه بلا دی چې زمونک هیواد له نقشې ورکوي.

عبدالله عبدالله او عطا نور هم ورته دریځ ښودلی او د امریکایانو د ویشتلو امر یې کړی.
فی الحال د افغانستان د دولتي عسکرو او همدارنګه د ګلبدین د جنګیالیو لخوا د بګرام، شوراب، خوست زاړه میدان او ګنو نورو پوځي اډو باندی بریدونه روان دي، زیات شمیر امریکایي عسکر وژل شوي.
امریکایانو ته له سفارته امر شوی چې خپل وسایط په ځای پریږدي له هرې لارې چې وي ځانونه خلاص کړي.
جنرال دوستم، محقق او میر رحمان رحماني تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
#طنز

څه چې تاسو وکتل یو خیالي طنز وو

Related posts