ټرمپ وايي د افغانستان جګړه ”یوه اوونۍ“ کې ختمولای شي، خو له مرګونو وېره لري

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دئ د افغانستان جګړه په ”یوه اوونۍ“ کې ختمولای شي خو په دې سره به ګڼ شمېر خلک ژوند وبایللي.

د امریکایۍ بلومبرګ رسنۍ د راپور له مخې، ټرمپ نن دوشنبه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال دا څرګندونې کړې دي.

 ټرمپ وویل چې دئ د افغانستان جګړه په ”یوه اوونۍ“ کې پای ته رسولای شي خو په دې سره به ”۱۰ میلیونه“ خلک مړه شي.

نوموړي زیاته کړه، ”زه داسې کول نه غواړم. په حقیقت کې، موږ دمګړی پولیس یو“.

د یادونې وړ ده، ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ډیپلوماټانو یې له طالبانو سره د جګړې ختمولو په اړه خبرې وروستۍ مرحلې ته رسولې، او تمه شته چې څه موده وروسته بېرته پیل شي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و چې له افغانستانه تر وتلو وروسته به بیا هم دلته ”پراخ استخباراتي حضور“ ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close