اګست 24, 2019

ګډ ځواکونه د بې ګناه ولس له وژنو خوند اخلي

ګډ ځواکونه د بې ګناه ولس له وژنو خوند اخلي

ابوبکر مهاجر

ملګري ملتونه ګای ناوخته د افغانستان د جګړې د تلفاتو په اړه تجزیې او سروې ګاني خپروي چې د یوې نوي کړي سروې په اساس یې ویلي چې په تیرو لسو کلونو کې ۹۳ زره ملکي وګړي د جګړې په میچن کې ګرځېدلي دي. ۳۳ زره یې د مړو شمېر او پاتي یې د زخمیانو او معیوبینو شمېره ده.

هغوی دا هم ویلي چې د تیرو لسو کلونو ملکي تلفات اکثره د غني او عبدالله د واک په دوره کې رامنځته شوي دي. د عدالت غوښتني کمیټې مشر عزیز تسل روښانه کړې چې یوازي په تیرو شلو ورځو کې ۶۰۰ تنه بې ګناه ملکي کسان وژل شوي چې د اکثرو لامل دولتي چارواکي او دولت دی.

په بادغیس کې د وژل شویو کمانډو عسکرو مشر جګړې ته له تللو لږ مخکي پر خپل فیسبوک اکاونټ پوسټ کړی ؤ چې جګړې ته ځم تر څو خوند ترې واخلم. دا چې د کمانډویانو او سپیشل فورس ځواکونو جګړه تل پر بې ګناه ولس د شپې ړندې چاپې وهل او په لسګونو شهیدانول دي، ځکه به خود له جګړې خوند اخلي چې پر وړاندې یې مظلوم ملت بې وسه وي او د هیڅ مقاومت سره نه مخ کیږي.

ټولو ته څرګنده ده چې د ګډو ځواکونو شپنۍ چاپې او ړندې بمبارۍ د ظلم او وحشت بې بیلګي ډولونه دي، تاریخ په خپله سینه کې داسي بې رحمه کسان تر اوسه نه لري چې د خپل ولس په مقابل کې دي له دومره قساوت او بربریت څخه کار اخلي. په تیرو څو ورځو کې یې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لسګونو افغانانو ژوند اخیستی، کورونه یې وربمبار کړي او خلګ یې د ځوانانو زامنو غبرګو جنازو ته کښېنولي. د میدان وردګ د چغتو ولسوالۍ هغه سپین ږیري بابا کیسه ډېره له درده ډکه ده د چاچې په یوه شپه ګډو ځواکونو څلور ځوانان زامن شهیدان کړل او ورپسي ده هم چې د غم د دې ستر غره بوج یې ونشو زغملای، د زړه د سکتې له امله خپل روح خدای ته وسپاره.

دا لړۍ روانه ده او هره ورځ غځیږي، په تیره یوه اونۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري په میدان وردګ، بغلان، لوګر، دایکندي، بادغیس، غزني، ننګرهار او هلمند کې له ۷۰ زیات کسان شهیدان شوي چې ټول بې پرې ولس دی. داسي شپه نه تېرېږې چې دوی دي یو داسي جنایت نه ترسره کوي. د نن شپې راپور خو لا تر اوسه نشته چې چیرته به یې بیا څومره بې ګناه افغانان وژلي وي.

د ګډو ځواکونو بې رحمه او عامو وژنو ته په کتلو امریکایي رسنۍ هم دې ته مجبوره شوې چې دغه کړني تر بحث لاندې ونیسي او دا د پوځ پر توان ناوړه اغیز کونکي وبولي. لانګ وار ژورنال وایي چې د کابل ادارې د ځواکونو له لوري عام ولس ته د تلفاتو اړولو زیاتېدل به د هغوی مورال په ناوړه توګه اغیزمن کړي.

Related posts