اګست 24, 2019

د افغانستان په روان وضعیت د سولې فعال مولوي نورمحمد ایقاظ سره د عزم ځانګړې مرکه

د افغانستان په روان وضعیت د سولې فعال مولوي نورمحمد ایقاظ سره د عزم ځانګړې مرکه

عزم:

محترم ایقاظ صاحب ښه راغلاست!

د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ په هیواد کې د روان خونړي وضعیت لاملونه څه بولئ، آیا امریکا د سولې پر مذاکراتي میز د امتیاز اخیستو هڅه کوي، که د وتلو پرمهال د شوروي اتحاد د ځواکونو سناریو تکرار او افغانانو باندې خپل وروستی زور وهي؟

 

ایقاظ:
مننه وروره ژوندي اوسئ ستاسود  پوښتني په ځواب کی بایدووایم چې په دې کې  خوشک نسته چې امریکا دلته  افغانستان ته دخپلوشخصي موخو اودافغانانودتباهۍ لپاره راغلې ده نو د اوسني خونړي حالت لاملونه یې دادواړه کیدای شي چې امریکابه هڅه کوي نظامی فشارډیرکړي ترڅودامریکاپه فکرطالبان مجبورکړي چې دامریکا بعضې غوښتنې  ومني.

اما خونتیجه معکوسه ده ځکه نورهم دافغانانووینې ګرمیږي همداسې امریکاغواړي چې خپل اخیرنی زوراو خپلې نوې اسلحې دلته وازمایی ځکه دوی خوافغانستان ته ددی دووهدفونولپاره راغلي دي.

لکه شخصي ګټې اوافغان تباهي.

دوی اوس هم په دې امید دي چې طالبان به دلته زموږسره نظامي هډې ومني اویابه دوتلو دمهالویش نیټه راسره ډیره کړي نوځکه یې نظامي فشار زیات کړی دی، چې له ا مله یې پرملکي افغانانو هم ترحم نکوي.

 

عزم: د سولې سره همهاله، ولې پر انتخاباتو ټینګار؟!  آیا واکمن ټیم او متحدین یې د واک د بیا ترلاسه کولو هیلې له لاسه ورکړې او که؟

ایقاظ: داچې امریکادسولې دخبروسرهمهاله دانتخاباتوخبرې هم کوي داځکه چې امریکا غواړي داوسني  حکومت ادارې  او افغانستان کې خپلو نورو خواخوږو ته یو قسم روحیه ورکړي اوبل دنیاته هم یورقم ځان په افغانستان  کې کامیابه وښیي،  ځکه که د انتخاباتوخبرې ونکړي بیاخونو بیخی په ټپه ولاړحالت راځي.

ددوی دماتې ښکارندویي کوي که څه هم امریکابې حده مایوسه ده په خاص کر  بیادانتخاباتوڅخه، خوبیاهم ظاهرا ځان کامیاب ښیی ځکه داخوښکاره سیاست دی هرڅوک په پوهیږي .

عزم: تیره میاشت تاسو له امریکایي استازو سره د سولې په هکله خبرې وکړې، مهمې غوښتنې مو کومې وې او د هغوی غبرګون درته څه وه؟

 

ایقاظ: له امریکایي استازو سره مو د سولي په هکله ژور بحثونه ترسره کړل،  ماڅوغوښتنې ددوی څخه وکړې،  لومړی داچې چې دسولې پروسه باید ګړندۍ سي،  وخت بایدنسي ضایع، ځکه دورځې په سلهاووافغانان وژل کیږي.

دوی ویل طالبان له افغانستان څخه زموږ وتل غواړ ي ،اول خوزموږ وتل معلوم ندي بیاکه موږ وزو هم،  شاید کلونه وخت وغواړي نوطالبان بایداوس زموږپه شتون کی سوله وکړي.

زماغوښتنه ددوی څخه داوه چې هیڅ یوباوجدانه افغان ستاسي شتون دلته نه غواړي،  تاسوبایدژرترژره ووزئ داچې طالبان ستاسي وتل غواړي دایوازې دطالبانوغوښتنه نده بلکی دادافغانانو دمطلق اکثریت غوښتنه ده؛  ماورته ویل چې تاسي اوس څوارلس زره دلته په افغانستان کی یاست  که څوارلس سوه زره هم راسئ داجنګ به سلګونه کلونه دوام لري ځانونه به هم هلاک کړئ موږافغانان به هم دربدره کړئ،  خوګټه به درته ونکړي نوښه داده چې دسولې دوسیه ژرتکمیل سي چې هم تاسي ولاړسئ په خپل هیوادکی ارام ژوندوکړئ اوهم موږستاسي دشرڅخه په امان سو.

اوبل ماددوی څخه ددوی دشپنیزوچاپو په هکله وغوښتل چې بایدبندي سي ځکه په دې چاپوکی اکثریت ملکي افغانان په شهادت رسیږي،  په کلیوالوسیموکې ملکي افغانان ډیرپه بدحالت کې دي هلته یو د ډار اوخوف فضادحاکمه ده.

دکلیوالی سیمو داوسیدونکو ژوند ډیر ناارامه دی.

اوبل دبندیانوازادیدو په هکله مې ورسره جراوبحث وکړ ماورته وویل چې که ټول سیاسي بندیان ازادسي دابه دسولې دپروسې لپاره یوحسن نیت رامنځته کړي  اوبل زماغوښتنه ددوی څخه داوه چې نورباید تاسو ته تجربه شوې وي چې د نظامي قوت استعمال ګټه نکوي دادحل لاره نده باید دسولې اوخبرولاری ته اهمیت ورکړل سي افغان وژنه دهیچاپه ګټه نده.

دغه راز زمابله مهمه غوښتنه داهم وه چې تاسي امریکا اواوسنی حکومت خوپرطالبانو داتورلګوئ چې دپاکستان له  اجازې  پرته هیڅ نکوي،  دپاکستان تحت اثره دي ګرچې داخبره طالبانوپه کلکه ردکړیده خوماورته وویل چې ددې اشتباهاتودرفع کولولپاره داښه ده چې دفعلا لپاره دوه یادرې ولایتونه دامن په نامه یا دسولې په نامه ونوموول سي دطالبانوپه اختیارکې ورکول سي ترڅوطالبان هلته خپل سیاسي دفترخلاص کړي،  ځکه چې که بین الافغاني خبری کیږي دطرفینوترمنځ به تګ  راتګ اسانه وي،  دطالبانومشران به هم ټول دلته وي هغه دپاکستان تورونه یادایران تورونه به ختم سي؛  په مستقلانه توګه به یو دبله خبرې سره کوي ترڅویوتوافق ته سره رسیږي، زما اوددوی خبری ډیرې وې د ټولو لیکل به دلته د مرکې د اوږدېدو لامل شي.

داچې امریکایي استازو سره مجلس یوه مشورتي بڼه درلوده نو دوی به زمااکثره غوښتنې صرف نوټ کولې اوویل به یی چې ستادا غوښتنی به موږ دخپلودمشرانوشریکې کړو.

عزم: تیرو ټاکنو کې تاسو له کندهار ولایت نه منتخب نوماند واست؛ دغو ټاکنو کې د بریا رمز څه وه؛  د رایو اکثریت او که رشوت؟ که ځواب مو  د پراخ فساد شتون وي،   نو کوم ډول فساد ترسره او چا وکړ؟

ایقاظ: داچې  زه دکندهارڅخه وپارلمان ته نوماند وم،  باید ووایم چې داخبره اوس هرچاته ثابته ده چې تیرې پارلماني ټاکنې بیخي دټاکنوپه نامه نسو نومولای بلکې یوه دشرمه ډکه ددروغوډرامه وه دفساده ډکه پروسه وه مطلق فسادوو.

رایه اچونه هیڅ معیارنه وه، معیاریوازې ډالر  وو څوقسمه در غلي وسوې دانتخاباتو دولایتي کمیسیون دغړواوکارمندانولخواڅخه صندوقونه ډک شول،  پاکي رایی دصندوقونوڅخه وایستل سوې،  سمي رایي قصدا باطلي سوې په صندوق کې د یوه کس رایي،  په فورمه کی دبل چارایی دومره پراخ فسادچې هیڅ نه توجیه کیږی.

دټاکنودکمیسیون ترڅنګ محلي قوماندانان هم په فسادکی دخیل وو  بیا چې مرکزکابل ته فورمې ولاړې بیادمرکزي کمیسیون کارمندان مفسدوه ترارګه داحالت وو، نوترڅوچې سوله نه یی راغلې هیڅ ټاکنې معنانلري.

عزم: وروستیو کې شپنیزې چاپې او هوایي بریدونو څومره د ملت او حکومت ترمنځ فاصله زیاته کړې او دا هم ووایاست چې ولې  تر امریکایي ځواکونو، افغان چارواکي د دې ډول عملیاتو په هکله خوشبیني څرګندوي؟

داچې واقعاهم شپنیزی چاپې اوهوایي بریدونه دملکي وګړولپاره یوه تباهي ده،  اکثریت دکلیوالو سیمو اوسیدونکې ددې شپنیزوچاپو اوهوایي بریدونو له امله اوس دحکومت سره فاصله څه چې دحکومت پرضد یی وسله پورته کړې ده اوبل هغه افغان چارواکي چې یې په اړه خوشبیني ښیي هغوی اکثریت هغه څوک دي چې سوله نه غواړي ددوی په جنګ کی ګټې دي،  دوی پوهیږي چې که سوله اوامن راسي بیابه حق وحقدارته رسیږي،  هربېسواده اوزورواکی بیا پرولس حکومت نسي کولای دهرظالم سره به حساب کیږي نودوی په سوله کې خپل راتلونکی روښانه نه ویني.

دملت په غم کی دوی نه دي دبل زامن وژل کیږي ددوی داکثریت اولادونه به خارج کی دي اویاپه داخل کې ترکلکوامنیتي تدابیرولاندې دي دغریبانو د اولادونوغم دچاسره نسته .

عزم: ویل کیږي د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت ادارې پاکستان ته تر بل هر افغان حکومت زیات امتیازات ورکړي، پر دیورنډ کرښه د اغزن تار تیرولو په تړاو چوپتیا، پر فاټا خاموشي او د ګڼو پاکستان ضده طالبانو ورسپارل یې له ځینو بیلګو یادیږي، تاسو یې لامل څه کې بولئ؟

ایقاظ: داسمه ده چې اوسني حکومتي اداری چې کوم امتیازات پاکستان ته ورکړي دي بل هیڅ افغان ندي ورکړي.

داسې معلومیږي چې پرډیورنډکرښه یی معامله ورسره کړې ده ځکه دپښتنو پرزړنواوځیګرونو اغزن تار تیریږي  په افغان خاوره کی دبیلتون کرښه جوړیږي،  خو کابل چوپه خوله دی دپاکستاني طالبانوپه وژلو اوپاکستان ته سپارلوکې یې دپاکستان سره همکاري وکړه دمولانافضل الله غوندی څوک یادولای سو .

ددې کړونوڅواهداف کیدلای سي چې یومهم هدف یی را تلونکي دجمهوری ریاست لپاره ټاکنې دي،  څرنګه چې داکارونه دحنیف اتمر په وخت کې چې نوموړی دامنیت شورا ریس وه ترسره سوي اولاروان دي،  نواتمر اوغنی هریو غواړي چې په دی کارسره دپاکستان ملاتړ ترلاسه کړي ددوی په نظردافغانستان کیلي دپاکستان یاامربکا سره ده

خوداغلطه مفکورده یوازې اویوازی پرلوی الله توکل او پرافغان ملت باورپه کاردی هیڅ یوخارجي هیواد هغه که ګاونډی دی اوکه ابر قدرته دي زموږدوستان نه دي هریو په اول قدم کی خپلې ګټي  تضمین کوي،  که دیوخارجي هیوادپه مرسته څوک چوکۍ ته رسیږي، نوحتمابه دخپلی چوکی لپاره دخپل ملت حقه حقوق قرباني کوي.

نوتردې به بل لوی ظلم اوخیانت چېرې وي بایدیوازې پرمتعال څښتن توکل اوخپل ملت په اعتمادکی واخستل سی.

 

Related posts