اګست 24, 2019

نیویارک ټایمز: امریکا افغانستان کې خپلو عسکرو ته لازمه روزنه نه ده ورکړې

نیویارک ټایمز: امریکا افغانستان کې خپلو عسکرو ته لازمه روزنه نه ده ورکړې

 

عزم(دوشنبه، ۳۱چنګاښ،۱۳۹۸)امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه څیړنیز مطلب کې ویلي، د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» پر دې نه دی توانیدلی، چې افغانستان کې خپلو میشتو ځواکونو ته لازمه روزنه او کافي تجهیزات ورکړي.
ورځپاڼه وایي، لا هم افغانستان کې جنګیدونکی امریکایي پوځ د ماینونو د خنثا کولو اطمیناني وسیله نه لري او په ځمکنۍ جګړه کې هم مطلق له ناکامۍ سره مخ دي.

راپور زیاتوي، ترلاسه شوي اسناد او له ۷ تنو نظامي کسانو سره له مرکو دا جوتیږي چې په غالب ګمان دغه سرتیري لازم ساتندویه وسایل او کافي تجربه نه لري چې د کمانډو په څیر په مستقلانه توګه عملیات ترسره او ګزمې ووهي.

ورځپاڼې د جنرال «ډیویډ بارنو» چې افغانستان کې یې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ پورې ماموریت ترسره کړی و، خبرې را اخیستې؛ هغه ویلي، افغانستان کې جنګیدونکي امریکایي ځواکونه، د یوه ناکامه پریټ په څیر شرایطو کې اوسیدنه لري چې د مقابل لوري تر سخت فشار لاندې دي.
تر دې وړاندې د امریکایي مرستو د سرپلټنې ځانګړې ادارې «سیګار» هم ورته خبر ورکړی و او افغانستان کې یې په جګړه بوخت امریکایان بې تجربې او بې کفایته عسکر بللي وه.

Related posts