اګست 24, 2019

شاهین: د امریکایانو سد اوس سر ته ورغلی دی

شاهین: د امریکایانو سد اوس سر ته ورغلی دی

واحد فقیري

د متحده ایالاتو مشهوري تیلویزوني شبکې (این بي سي نیوز) د جولای پر ۲۰ د طالبانو له ویاند سهېل شاهین سره یوه تازه مرکه کړې چي غټ ټکي يې دا دي:

این بي سي نیوز لیکي داسي برېښي چي امریکایان او طالبان یوې موافقې ته سره نژدې سوي دي. د ټرمپ اداره غواړي چي له افغانستانه په بېړه راووزي، او افغانستان طالب افراطیانو ته خوشي کړي.

د طالبانو ویاند سهېل شاهین وايي،«زه فکر کوم چي په اول سر کي امریکایان متکبر او مغروره ول. خو اوس زه فکر کوم چي د هغوی سد سر ورغلی دی. مځکني حقایق يې درک کړي دي. او پدې پوهېدلي دي چي دا یو عبث جنګ دی.»

این بي سي نیوز لیکي موږ د قطر په یوه قیمتي هوټل کي د سهېل شاهین سره مرکه وکړه. هغه د یوه آرام، متین او با تجربه دپلوماتیک اکټ کاوه. خو په عین زمان کي يې د یوه داسي نظامي قومندان څېره هم غوره کړې وه چي که چیري ضرورت پيدا سوی وای، ستاسو خوله او پزه يې در ماته وله.

شاهین وايي،«موږ په اول سر کي امریکایانو ته وویل چي د افغان جنګ مېله، هوا خوري، او پیکنیک نه دی. داسي وخت به را ورسېږي چي تاسي به د سولي په لټه کي یاست. خو دا کار به وروسته له ډېرو تلفاتو څخه وکړئ. اوس آلان هغه وخت رارسېدلی دی.»

این بي سي نیوز لیکي که څه هم امریکا ۱۸ کاله پخوا طالبان رانسکوره کړل، خو افغانستان اوس هم د جهان تر ټولو غریب او ناامنه ملک دی. د امریکا د دفاع وزارت وايي چي د افغانستان د جنګ کلنی مصرف ۴۵ میلیارډه ډالره دی. دا ټول لګښت د امریکایانو د مالیاتو پیسې دي. ملګري ملتونه وايي چي یوازي په تېرو لسو کالو کي، ۳۲۰۰۰ ملکي افغانان وژل سوي دي، او څه د پاسه ۶۰۰۰۰ ټپیان سوي دي.

این بي سي نیوز لیکي د افغان مېرمنو مسله یوه جنجالي موضوع ده. شاهین وايي کله چي امریکایان ووزي، افغان ښځي به مجبوره وي چي اسلامي حجاب مراعات کړي، خو د چادري اغوستلو ته به مجبوره نه سي. د افغانستان د چارو مشهوره مبصره، اغلې اشلي جکسن، وايي امریکا د ښځو د حقوقو په برخه کي پر طالبانو باندي په کافي اندازه فشار نه دی اچولی، او د ښځو د حقوقو په برخه کي يې صرف نمایشي ضمانتونه تر لاسه کړي دي.

سهېل شاهین وايي د افغانستان د آینده حکومت مسله د افغانانو کار دی. هغه وايي دا اوسنی حکومت «مشروع» نه دی، «ځکه دا حکومت د امریکايي‌ اشغال حمایت کوي. نو لهذا، یو مشروع حکومت به د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کي مینځته راسي.»

سهېل شاهین وايي طالبان به یوازي هله اور بند اعلام کړي چي د امریکايي عسکرو د وتلو تقسیم اوقات اعلام سي. په بل صورت کي اور بند نا ممکن دی. هغه علاوه کوي چي طالبان د دې طاقت لري چي دې جنګ ته دوام ورکړي. هغه وايي،«که چیري زموږ دا اوسنی نسل کامیابه نه سي، زموږ راتلونکی نسل به پدې وتوانېږي چي دا اشغال ختم کړي. نو لهذا، هر څونه ژر چي دا اشغال ختم کړو، د دواړو خواوو په ګټه به وي.»

Related posts