اګست 24, 2019

لوګر: هوایي برید کې نهه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي

لوګر: هوایي برید کې نهه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي

 

عزم(دوشنبه، ۳۱چنګاښ،۱۳۹۸)د لوګر ولایت ځایي قومي مخور وایي، بهرنیو ځواکونو تیره شپه د برکي برک ولسوالۍ په دشت خاک سیمه کې د ولسي خلکو پر کورونو هوایی برید کړی او ګڼ شمیر ولسي کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
قومي مشر سالم نعیم ځوی وایي، برید د کوچیانو پر یوه کیږدۍ شوی چې په پایله کې یې نهه ۵ تنه ښځې او ۴ ماشومان شهیدان او ۶ نور سخت ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د برید پر مهال سیمه کې طالب وسلوالو شتون نه درلود او په قصدي بڼه ولسي کسان نښه ګرځیدلي دي.
بلخوا د لوګر سیمیز چارواکي د هوایي برید ترسره کیدل مني خو وایي، چې دوی فکر کوي ټول نښه شوي کسان وسلوال طالبان وي.
د لوګر د امنیې قوماندان وایي، په دې هکله به څیړنې کوي چې بهرنیو دوستانو یې څوک نښه ګرځولي دي.

دا په تیره یوه اونۍ کې څلورم هوایي برید دی چې دغه ولایت کې بیګناه ملکي وګړي په لوی لاس د هوایي بریدونو نښه ګرځول کیږي.
په دې لړ کې تیره ورځ هم د یوه هوایي برید پرمهال په دغه ولایت کې یوه امنیتي پوسته په نښه شوې وه او ګڼو افغان عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

Related posts