اګست 24, 2019

بلخ: مزارشریف کې مخابراتي شبکو د شپې له‌خوا خپل فعالیتونه درولي دي

بلخ: مزارشریف کې مخابراتي شبکو د شپې له‌خوا خپل فعالیتونه درولي دي

عزم(دوشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د مزار شریف ځايي خلک وايي، له تېرې یکشنې شپې راهیسې په دغه ښار کې مخابراتي شبکو د شپې له‌خوا خپل فعالیتونه درولي دي.

د بلخ د مخابراتو رئیس تقي پویا مني، چې په مزار شریف او یو شمېر ولسوالیو کې مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه درولي، خو دی یې هم په لامل نه پوهېږي.

دی وايي، په هغو درېیو ولسوالیو کې چې ناامنې دي، هلته ځینې مخابراتو شبکو خپل فعالیتونه درولي، خو په مزار شریف کې هم له تېرو دوو شپو راهیسې هېڅ مخابراتي شبکې کار نه کوي.

اوس‌مهال په بلخ کې افغان بي سیم، اتصالات، روشن، ایم، ټي، این او سلام په نامه مخابراتي شبکې کار کوي، خو په تېرو اتلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په دغه ښار کې مخابراتي شبکې د شپې له‌خوا بندېږي.

د بلخ د والي ویاند منېراحمد فرهاد وايي، د مخابراتو شبکو سره یې خبرې کړي، چې هغوی یې لامل په دغه ولایت کې ناامني یادوي.

دی ګواښ کوي، که مخابراتي شبکې خپل فعالیتونه پیل نه کړي، نو په یو مخیز ډول به یې فعالیتونه په دغه ولایت کې بند کړي.

نوموړی وايي، طالبانو مخابراتي شبکو ته ویلي چې د شپې له‌خوا خپل فعالیتونه ودروي او مخابراتي شبکو هم پرې عمل کړی دی.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هېواد په ګڼو سیمو کې ځینې مخابراتي شبکې د شپې له‌خوا بندېږي، خو په مزار شریف کې دا لومړی ځل دی چې هلته هم مخابراتي شبکې خپل فعالیتونه بندوي.

Related posts