اګست 24, 2019

غزل/ پیرمحمد کاروان

غزل/ پیرمحمد کاروان

رنګا رنګه ښاپېرۍ مې دي تر څنګه

راته وایي چې نغمې وایه ملنګه

د رنګینو جامو والې دا دعا ده

وې ګلونو کې روان اوسې اوبرنګه

پاس د مټ په سره ځونډي کې یې چې زانګې

بختور خو یې په دې توره لونګه

د حسود له دې ځیږو خبرو جار جار

زما زړه چې په رېګمال وهي له زنګه

خویندې میندې یې یادېږي خدایه امن

د وطن زلمي مې ستړي دي له جنګه

خپل خپلوان دې جنګه ووېشل په ډلو

مخ پناه کړه له دې کلي نه بدرنګه

د وطن اروا مې وساتې خاونده

د ګړنګ پر ژۍ ولاړه ونه دنګه

چې رېښې یې سمندر ته ورسېږي

د ښوون ونه دې خدای نه کړي را ړنګه

پیر بابا رباب واهه ناره یې وکړه

وې کاروانه و خو مه غورځې له شرنګه

Related posts