اګست 24, 2019

نړیوال بانک: که له طالبانو سره سوله وشوه د افغانستان اقتصاد به ورسره رشد وکړي

نړیوال بانک: که له طالبانو سره سوله وشوه د افغانستان اقتصاد به ورسره رشد وکړي

 

عزم(یکشنبه، ۳۰چنګاښ،۱۳۹۸) نړیوال بانک په خپل کلني راپور کې د تیر ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت کتنه کړې او ویلي یې دي، سربیره پر دې چې دغه کال کې افغان حکومت د ګڼو هوایی دهلیزونو د پرانیستې ادعاوې وکړې خو د افغانستان اقتصاد د دې پر ځای چې وده وکړي، لا هم مخ پر ځوړ شوی دی.
رابور کې راغلي، تیر کال د افغانستان اقتصاد یواځې ۱،۸ ٪ سلنه وده کړې چې تیرو کلونو ته په کتو خورا ټیټه کچه ده.
راپور کې د دې شاتګ لامل روانه جګړه، وچکالي، او سیاسي بې ثباتي ښوودل شوې چې له مخې یې اټکل کیږي دغه هیواد کې د فقر کچه نوره هم لوړه کړي.

دنړیوال بانک راپور وړاندې وايي،«د طالبانو سره سیاسي مصالحه او تفاهم به د اقتصادي انکشاف سره زیاته مرسته وکړي. اعتماد به لوړ کړي،  پانګه او مسلکي کارګران به بېرته افغانستان ته راستانه کړي.»

راپور زیاتوي، چټک اقتصادي انکشاف یوازي د امنیتي شرایطو تر ښه کیدو پورې تړلی او کله هم چې امنیتي وضعیت ډاډمن شو، د افغانستان اقتصاد رشد کوي.

Related posts