۲۰ داسي ځایونه چې په ژوند کې باید یو ځل هرومرو ولیدل شي(۲ برخه)

ابوبکر مهاجر

۶: سیډني

یو بل زړه راښکونکی ځای چې ډېر خلګ به یې ښایي له مړیني مخکي د لیدلو هیله لري، د سیډني ښار دی. دا په اسټریلیا کې د نیو ساوت ویل تر ټولو آباد ښار دی. د دې «هاربر» پل د نړۍ دسیلانیتوب یو له مشهورو ځایونو څخه دی. هر کال پر دې پله د نوي کال لمانځنه کیږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه میلیونونه خلګ د نوي کال د هرکلي لپاره دلته راجمع کیږي.

۷: بارسولونا

بل ښایسته ځای چې هر کال یې د لیدلو لپاره ډېر خلګ راځي، د بارسولونا ښار دی. دا ښار د روم د زاړه ثقافت او کلتور تر څنګ د نوي او عصري جوړښت مجموعه ده. دا ښار د ډېرو اولمپیک ګیمونو له امله هم زیات مشهور دی چې تل دلته ترسره کیږي. دا ښار د پلو تلونکو لپاره پر اوږدو کوڅو مشتمل یو عجیبه کلی دی. دا یو دلیدلو وړ او د پلي تګ لپاره خوندور ځای دی.

۸: اسطنبول

یو بل ښکلی او جالب ځای چې باید په ژوند کې یو ځل ولیدل شي، د ترکیې ښار اسطنبول دی. دا ښار په اسیا او یورپ دواړو کې پروت دی. دا د اسیایي او یورپي کلتور یوه مجموعه دی. دا یو زوړ ښار دی چې په خپل زاړه نامه«قسطنطنیة» سره هم یادیږي. دا د ترکیې یو کلتوري، اقتصادي او تاریخي مرکز دی او په نړۍ کې د ښایسته مسجدونو درلودلو له امله هم مشهور دی.

۹: ویکټوریه آبشار

دا پر نړیواله کچه د لوړوالي او پراخوالي له امله تر ټولو ښکلی آبشار دی. دا په جنوبي افریقا کې د زومبیا او زمبابوۍ باډر ته نژدې شتون لري او د ځمکي له اوو عجایباتو څخه یو بلل کیږي.

۱۰: د چین ستر دیوال

د نړۍ له اوو عجایباتو او ښکلو ځایونو څخه یو هم د چین ستر دیوال دی چې باید ولیدل شي. دا له بیلابیلو موادو څخه جوړ شوی دی او د جوړولو هدف یې د یورپ له حملو څخه د چین ساتنه او حفاظت ؤ. تقریبا۲۱۱۹۶ میتره اوږد دی او د دې د سیل کولو پر مهال خورا عجیبه منظرې او ښکلي ځایونه د لیدلو لپاره راځي.
دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close