اګست 24, 2019

د افغانستان الف لوبډلې بنګله‌دېش الف لوبډلې ته دوهمه ماتې هم ورکړه

د افغانستان الف لوبډلې بنګله‌دېش الف لوبډلې ته دوهمه ماتې هم ورکړه

عزم(یکشنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګله‌دېش الف لوبډلو ترمنځ د پیل شوې لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې بنګله‌دېش بیا هم خپله ماتې ومنله.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله، خو بنګله‌دېش ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې په ټاکل شویو ۵۰اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۸ منډې جوړې کړې او افغان الف لوبډلې ته یې د ۲۷۹ منډو هدف ورکړ.

د بنګله‌دېش په توپ وهوونکو کې محمد مېتون ۸۵ ډېرې، محمد نعیم ۴۹، امرا القیس ۴۰، صابر الرحمن ۳۵ او انعام الحق ۲۶ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې کریم جنت او فضل نیازي ۳ـ ۳ ویکټې؛ شرف الدین اشرف او سعید شېرزاد یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په افغان توپ وهوونکو کې ابراهیم ځدراڼ د ۷ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مټ ۱۲۷، شرف الدین اشرف د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ ۳۶ ناسوځېدلې او فضل نیازي یوازې په اتو توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې او د بنګله‌دېش هدف یې ۴۹،۱اورونو کې پوره کړ.

د افغانستان الف لوبډلې بنګله‌دېش ته په دوهمه لوبه کې هم د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې افغانستان بنګله‌دېش ته په ۱۰ویکټو ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ۵یو ورځنۍ لوبې دي، چې دوه لوبې پرله‌پسې د افغانستان الف لوبډلې وګټلې.

ابراهیم ځدراڼ

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ و، چې ۱۲۷منډې یې جوړې کړې.

Related posts