له فیس آپ سره احتیاط کوئ، ښایي زیان ووینئ

 

عزم(یکشنبه، ۳۰چنګاښ،۱۳۹۸)په دې وروستیو کې د فیس آپ د Face app په نامه یو آپليکېشن ټولنیزو رسنیو ته سرایت کړی او کم وخت کې یې خورا زیات خوښوونکي ترلاسه کړي دي.
دغه آپ ستاسو د ځوانۍ څیره راتلونکي بوډاتوب ته اړوي او په دې مو پوهوي چې تاسو به په بوډاتوب کې د داسې یوې قوارې درلودونکي یاست.
دغه آپ د روسیې هیواد جوړ کړی او تیرو څو ورځو کې یې تر ۵۰ میلیونو زیات خوښوونکي ترلاسه کړي دي.
نه یواځې داچې د آپ پر دغه ځانګړتیا نیوکې دي او د انځور اړول یې په هغه بڼه نه دي کوم چې واقعي څیره ولري، ترڅنګ یې د آپلیکشن جوړونکی شرکت تورن دی چې ښایي په دې توګه د کاروونکو د موبایلونو او کمپیټرونو معلومات هم غلا کوي.

دغه آپلیکشن چې انځور کې د انټرنټ له تواصل پرته ادلون بدلون نه شي راوستلی، په هکله یې ویل کیږي چې ښایي د هغه موبایل چې دغه آپ په کې کارول کیږي، ټول تصویرونه ویډیوګانې او نور محرم مواد کاپي کوي او د روسیې خفیه امنیتي سازمانونو ته یې لیږدوي.
خو د آپ جوړونکی ټیم بیا دا ټولې ادعاوې ردوي او ناسمې یې بولي.
دوی وايي چې نه ټولو معلوماتو ته لاس رسی لري، او نه يې له چا سره شريکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close