د پريښتو حجره؛

#معصوم

د ژوند په خوږو شپو کې مې هماغه یو شپه وه
څه پاکې پریشتې وې څه پاکه یې حجره وه

هغه د درد قیصه مې دې د زړه په شیشه نقش ده
باران چې وو ږلۍ وه او څه تکه توره شپه وه

د مات چنار په غيږه کې څه یخ نری شمال و
په هاغه سخته شپه کې چې زما او ستا پیره وه

سپوږمۍ وه پټه کړې ستا څادر لکه وورو
د زلفو منځ کې ښکلې دې قسم ده چې بشره وه

له ذوقه مې د حسن له افتابه قیصې غوښتې
کراره راته بله تر سهاره مو ډيوه وه

نه غم و او نه درد و نه رقيب و نه غماز و
توبه توبه ګلابه! هغه نو څه صحنه وه

معصوم ومه خوشحاله له خپل روح سره هغلته
د خیال په ټال کې ناست وم چې سپوږمۍ مې میلمنه وه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ

Close
Back to top button
Close
Close