اګست 24, 2019

الله تعالی ته غوره او محبوب اعمال

الله تعالی ته غوره او محبوب اعمال

ابوبکر مهاجر

سفیان بن عیینه رحمه الله له ابن المنکدر رحمه الله څخه او هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه مرفوعا روایت کوي چې :« له غوره اعمالو څخه مسلمان ته خوښي وربخښل، د هغه له طرفه د هغه پوره اداء کول، د هغه یو حاجت پوره کول او له هغه څخه یو مصیبت لري کول دي.»

له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او پوښتنه یې وکړه چې ای د الله رسوله! کوم یو سړی الله ته محبوب دی او کوم عمل الله تعالی ته خوښ دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« الله تعالی ته هغه سړی ډېر محبوب دی چې خلګو ته یې فایده ډېره رسیږي او الله تعالی ته خوښ اعمال هغه خوښي ده چې دی یې یو مسلمان ته وروبخښي(یعني داسي کار وکړي چې په هغه سره مسلمان ورور ترې خوشاله شي) یا له هغه څخه کوم مصیبت لري کړي، یا د هغه قرض اداء کړي، یا یې لوږه ووژني. زما خپله د یو ورور د حاجت پوره کولو لپاره تلل(او هڅه کول) زه له دې څخه خوښوم چې په دغه مسجد کې دي یوه میاشت اعتکاف وکړم.»[اخرجه الطبراني في الکبیر]

امام ابو داؤد او امام بخاري رحمهما الله له حضرت ابوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«تر ټولو غوره اعمال د الله تعالی د رضا لپاره د یو چا سره محبت کول او د الله تعالی د رضا لپاره د یو چا سره بغض کول دي.»

امام مسلم او امام بخاري رحمهما الله له ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه روایت کړی دی، هغه وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې کوم عمل الله تعالی ته محبوب دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:پر خپل وخت باندې لمونځ کول. بیا ما پوښتنه ترې وکړه چې له هغه وروسته کوم عمل غوره دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:د مور او پلار سره نیکي او ښه چلند کول. بیا ما ترې وپوښتل چې له هغه وروسته کوم عمل غوره دی؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:د الله تعالی په لاره کې جهاد کول.

Related posts