اګست 24, 2019

کرېکټ: راشد خان او قیس احمد د اروپا په یوه نوي شل اوریز لیګ کې اخیستل شوي

کرېکټ: راشد خان او قیس احمد د اروپا په یوه نوي شل اوریز لیګ کې اخیستل شوي

عزم(شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):  د افغان ملي لوبډلې دوه ورو توپ اچوونکي راشد خان او قیس احمد د یورو شل اوریزو لیګ کې اخیستل شوي دي.

یاد لیګ د ایرلینډ، سکاټلینډ او هالینډ په ګډه جوړ کړی او د هر هېواد دوه ـ دوه لوبډلې پکې برخه اخلي.

د یورو ټي ټونټي سلام« Euro t20 slam» لیګ د اګسټ په ۳۰ پیلېږي او د سپټمبر تر ۲۲مې به دوام وکړي، چې ټولې پکې شپږ لوبډلې دي.

 راشدخان د روتیردم رینوس لوبډلې له‌خوا اخیستل شوی او قیس احمد بیا د ګلاسګو جاینټس لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.

د یورو شل اوریز لیګ به د ایرلنډ په «ډبلڼ» د هالینډ په «امستردم» او د سکاټلنډ په«ایډینبرغ» لوبغالو کې ترسره شي.

په دې لیګ کې د نړۍ د بېلابېلو لوبډلو نور مشهور لوبغاړي هم اخیستل شوي. مارټن ګپټل، برینډن مککالم، کریس لاین، ډیل سټین، عمران طاهر، بابر اعظم، شاهد اپریدی، جي پي ډومیني، ایون مورګن او  لوکي رونکي دي.

هره لوبډلې ۱۷لوبغاړي اخیستي، چې د خپلو کورنیو لوبغاړو سربېره به بهرني لوبغاړي هم پکې لوبوي.

Related posts