اګست 24, 2019

کرېکټ: د افغانستان الف لوبډلې بنګله‌دېش ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه

کرېکټ: د افغانستان الف لوبډلې بنګله‌دېش ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه

عزم(شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان الف لوبډلې د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه بنګله‌دېش وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش په توپ وهوونکو کې عفیف حسین ۵۹، فرهاد رضا ۳۰، امراء القیس ۲۸ او انعام الحق ۱۹ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچوونکو کې نوین الحق ۲، کریم جنت ۲، فضل نیازي، قیس احمد او شرف الدین اشرف د یو، یو لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

افغان توپ وهوونکو رحمان الله ګُربز او ابراهیم ځدراڼ تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول او د بنګله‌دېش هدف یې په ۴۴.۵اورنو کې پوره کړ.

رحمان الله ګُربز۱۰۵ او ابراهیم ځدراڼ ۸۵ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته یې په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان او بنګله‌دېش الف لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ لوبلړۍ ده، چې راتلونکې سیالۍ سبا ترسره کېږي.

د دې لوبې غوره لوبغاړی رحمان الله ګُربز و، چې ۱۰۵ناسوځېدلې منډې یې کړې وې.

د یادونې وړ ده، چې د بنګله‌دېش په الف لوبډله کې د بنګله‌دېش د ملي لوبډلې ۵لوبغاړي هم لوبېږي. روبیل الحسن، مهدي حسن، ابو جاید، نظم السلام او صابر الرحمن دي، خو په افغان لوبډله کې د ملي لوبډلې یوازې دوه لوبغاړي لوبېږي، چې کریم جنت او سعیداحمد شېرزاد دي او پاتې لوبغاړي یې ځوانان د ۱۹کلونو د لوبډلې لوبغاړي دي.

Related posts